په افغانستان کې د ژورنالستانو ستونزې
کابو میاشت یوه نیمه وړاندې په پلازمینه کابل کې دهیواد له ګوټ ګوټ نه په ګڼ شمیر کې ژورنالیستان سره راغونډشوي وه او دورپيښو ستونزودحل موندلو په اړه یي څو ورځنۍ غونډې او مشورې سره درلودې ددې غونډې دپاي په پریکړه لیک کې هغه ستونزې په تفصیل سره راغلې وې چې همدااوس په افغانستان کې په کاربوخت ژورنالستان ورسره مخامخ دي په دې پریکړه لیک کې جالب ټکی داوه چې دژورنالیستانو ددفاع دنړیوالې کمیټي دراپور برخلاف په کې طالبان دژورنالستانوپه وړاندې په ترټولو لږتاوتریخوالي تورن شوي وه چې په مقابل کې یې دکابل درژیم او دبهرنیو اشغالګرودجنایاتو
اوناسموکړنو ګراف څوبرابره لوړ وه .
په دې اړه یوحقیقت چې ښایي اوس په هیواد کې په کار بوختو زیاترو خبریالانو هم درک کړی وي دادی چې دژورنالستانوپه وړاندې دطالبانو او دکابل درژیم دناسم چلند رامنځته کیدونکې پیښې یو بنیادي فرق لري هغه داچې تراوسه دهیواد په یوه سیمه کې هم داسې نه دي پیښ شوي چې طالبانودې دیوې ستراتیژۍ یارسمي پالیسۍ له مخې ژورنالیستانوته ستونزې راولاړې کړې وي بلکه دګواښونو او ویرولو کومې نادرې پیښې که طالبانوته دمنسوبو کسانو لخوا رامنځته کیږي ټولې یي دځینو خپل سرو افرادو له خوا په غلا اوپټه ترسره کیږي چې په دې اړه دهیواد دجنوب ډیری خبرنګاران هم شاهدان دي
دداډول خودسرو اوفرصت طلبو جنایتکارانو دمخنیوي لپاره دطالبانولخوا ټولو خبرنګارانوته ویل شوي چې هرڅومره زر له دوی سره په تماس کي شي اوداډول بدرنګي پیښوونکي کسان ورپه ګوته کړي ترڅو مناسبه جزا ورکړل شي چې په دې اړه ژوندی مثال دکندهار دیوه تش په نوم مجاهد سنګریارانجام دی چې په همدې جرم سخته سزا ورکړل شوه چي بیا یې تراوسه دداډول خپلسری جرأت نه دی کړی .
مګر ددولت او امریکایي ځواکونو غاړې ته بیا کیسه بل ډول ده ښایي اوس ټول درانه لوستونکي هم خبروي چې په پلازمینه کابل او نورو ولایاتو کې دخبرنګارانو دکار دڅار اوکنټرول لپاره ځانګړې ادارې جوړې شوي دي ترڅو یي ازادي په خپله ګټه استعمال کړي دغه که دکابل درژیم له خوا دخبریالانوپه وړاندې کوم ګواښنده چلندکیږي درسمی پالیسیو له مخې کیږی چې ټاکوونکي یي بیا په خبري کانفرانسونو کې په زغرده دفاع هم ترې کوي له همدې امله خو دکابل هرژورنالیست اړدی چې ددندې په مهال دملي امنیت ،دفاع وزارت ،کورنیو چارووزارت او داطلاعاتو اودکلتوروزارت رسمي
الټیماټومونه په غوږکې و ګرځوي اوپوره احتیاط وکړي چې چیرې دبیان په ازادۍ کې دننه ټاکل شوی سیاسي مصلحتي حدود؟؟زیانمن نکړي .
داچې په افغانستان کې په کاربوختو ژورنالیستانوته ورپيښې نورې ستونزې کومې په لاندې کرښو کې به ورته اجمالي اشاره وکړو .
۱ :اوبه له پاسه خړې دي …
که چیرې ستا اوستا دملګري ژورنالیست (چې په کومه غربي مطبوعاتي اداره کې کارکوي ) دسترګوپه وړاندې یوستر امریکایي ټانګ په ماین والوزي یاپه جګړه کې امریکایي عسکرووژل شي اوبیا ته په مطبوعاتو کې دیومخیزې چوپيتا علت له خپل ملګري ژورنالیست نه وپوښتې اوپه دې یې هم ګرم کړې چې ولې یې راپورنه دی ورکړی نودی به درته ډیر په اسانه ووایي چې اوبه له پاسه خړې دي ، یعني په لندن ،پراګ ،واشنګټن اوکابل کې ، دنړیوالوپه تیره غربی رسنیو کارکونکي افغان خبریالان داڅوکاله همداشکایت لري چې له دوی نه درښتیا ویلو او واقعیت رسولو حق سلب شوی دی ځکه اول خو دوی ویل
شوي چې باید دامریکایي تلفاتوراپورونه دباګرام تراعلامیي وځنډوي بیاکه دوی جسارت وکړي او په خپل سرراپورتیارکړی نوپه همدې اداروکې دناستو خبرڅارونکو لخوا سانسوریږي او له نشره پاته کیږي په دې وروستیو کې خومې یوه بله نادره هم واوریده هغه داچې دازادۍ رادیو یوه خبریال دبهرنیانو دمرګ ژوبلې په اړه چې بهرنیانومنلې هم وه راپور ورکړی وه او دطالبانو دریځ یې هم ورسره ملګری کړی وه مګر دپراګ دسانسورخیلو له خوا نور راپورنشرشوخودطالبانو دادعا یادونه په کې نه وه کله چې په دې اړه له خبریال نه سپيناوی غوښتل کیږي هغه دډيرې په بي وسۍ اوغوسې په حالت
کې وایي چې ماپوره راپورورکړی وه خودې ظالمانو قچي کړی دی چې دایي نوی چم زده کړی .
۲ :دملي امنیت څوس وهنه او مراقبت
هغه بل ناورین چې ژورنالیستان یي تردوامدار رواني فشار لاندې ساتلي درژیم دملي امنیت سخت مراقبت اوکنټرول دی چې زیاتره خبریالانوته یي دکار په مهال لویي ستونزې ورپيښې کړیدي ددې ادارې له خوا په بیابیا ژورنالستان وهل شوی بندیان شوي او حتي دجاویداحمد یازمي غوندې وژل شوي دي دغه راز ژورنالیستانو ته مخامخ اخطارونه ورکول شوي چې باید سم اوسیده وچلیږي تیرکال دالجزیرې ټیلویزون هغه خبریالان چې دکونړ او کندز څخه یي ځینې حقیقت لوڅونکي راپورونه ورکړي وه کابل ته له رسیدوه سره سم دملي امنیت توقیف خونې ته ولیږل شول او په څوورځې بندسره یي ټول
خبریالانوته وروفهمول شوه چې که سم ونه چلیږي دغه راز چلند ورسره کیدای شی .
۳: دولایتي چارواکو او سیمیزو زورواکانو استبداد
په افغانستان کې سیمیز زورواکان والیان امنیه قومندانان او نور مافیاوال په نور وچارو کې دخپلسریو غوندې له ژورنالستانو سره هم دچلند ځانګړی سبک لري دوی تروروستي حده کوشش کوي چې ژورنالستان دزر او زرو له لارې په خپله ګټه وکاروي او یوازې دخپلې درنې اودبل دسپکې کار ځینې واخلي دوی هغه ژورنالستان چې ددوی دغوښتنې برخلاف یوڅه حقیقت پلټونکي وي لومړی دتطمیع له لارې ایلوي اوکه چیرې له دې لارې ونه توانیږی نوبیادګواښونو لړۍ پيلیږي چې همدااوس دولایاتو زیاتره خبرنګاران ورسره مخامخ دي .
په دغو سیمیزو زورواکانو کې خوځينې یې دومره افراطیان او ویرونکي دي چې ژورنالستان ددوي په زیان له ځان سره بوڼیدلو ته هم نه پریږدي څوورځې وړاندې چې امریکایي پوځي مشرانو کندهار ته سفردرلود له یوه شناخته خبریاله مې ددې پیښې جزیات غوښتل ده ټول جزیات راکړل په پای کې مې ترې وپوښتل چې ايا امریکایي جنرالان رښتیا دکندهار له پاچا احمدولي کرزي سره وران دي که داهم هسې یوه تبلیغاتي لوبه ده ،له دې پوشتنې سره دکندهار میشتي خبریال غږ دتلیفون په لیکه بل ډول شو اودعذر په غوښتلو یي وویل چې وروره په دې خبرو کې مونږ ګوتې نه شو ویلای او نه حقیقت
ویلای شو ،له دې نه معلومیږی چې ژورنالیستان سیمیزو زورواکانو ترکومه حده بیرولي دي .
دوالیانو له خو دانحصار یوه بله بیلګه دهلمند دمشترک عملیاتو په مهال دوالي ګلاب منګل دافرمان وه چې خبریالانو ته یي ګواښ کړی وه چې په خپل سرو راپورونوځان دبند او سزا وړکولای شي .
۴ :دامریکایانولخوا ګواښنده چلند
په هیواد کې په کاربوخت خبریالانوهم په بیابیا دبهرنیو ځواکونو له خو ا دمرګ او بي آبه کولو تراخه څکلي دي دغه راز په مطبوعاتي انحصارکې هم ښایي بهرنیان ترداخلیانو وړاندې وي دهرې امنیتي پیښې په اړه دباګرام اعلامیه اوس یوداسې څه بلل کیږی چې باید هرخبریال یي انتظار وباسي او دسرغړونې په صورت کې دهرډول غبرګون او قانوني ؟؟چلند اټکل کیدای شي دملکي تلفاتو یاامریکایي مظالمو رابرسیره کول هم ددوي له انده یو مطبوعاتي تخلف بلل کیږي چې باید خبرنګاران ترې ځان وساتي په خوست کې دامریکاغږ خبریال تواب غورځنګ دهمداسې یوه راپور دورکولو په جرم
لومړی له دندې لرې اوبیا وګواښل شو چې ښایي نور ډيریې هم پرې ویرولي وي په ټوله کې لکه څنګه چې امریکایان دافغانان دژوند اومرګ غوندې په مهمو قضیو کې ځان مکلف نه احساسوي دخبریالانوپه وړاندې په چلند کې هم کومې پولې او حدود په رسمیت نه پيژني .
که په افغانستان کې دخبریالانو ستونزوته دقیق وکتل شی ترهغې بیخی ډيرې دي چې دسي پي جي راپورچیانو ترې یادونه کړې ځکه دسي پي جي راپورورکوونکو ترډیره یوازې هغه خپلسرۍ یادې کړې چې په طالبانوتاوان شوې او دبلې غاړې له خوا ترسره کیدونکي جنایات یي دسیاسي مصلحتونو قرباني کړي دي که چیرې دستونزو حل مقصودوي په دې اړه باید یوه متوازنه څيړنه وشي ځکه ستونزې هغه مهال حل پیداکولای شي چې په سمه توګه رابرسیره شي دژورنالستانو ددفاع دنړیوالې ټولنې له دریځه دژورنالستانوپه ستونزو داډول چشم پوشي ښایي په خپله دژورنالیزم په وړاندې یوه لویه جفا وي .