کېدى شي ځينو دوستانو ته به دا پوښتنه عجيبه وي؛ په داسې حال کې چې زموږ هېواد له لکونو، کورنيو او بهرنيو جنګياليو، جګړه مارو، جګړه پالو، جنګسالارانو، طالبانو، جنرالانو، مارشالانو، کيڼ لاسو او ښي لاسو وسلوالو ډک دى او دا دوه دېرش کاله کېږي، متواتره جګړه روانه ده، نو بيا داسې يوې جګړې ته څه اړتيا ده چې پوهاندان دې هم په کې راټاله شي؟ او هغه هم بيا د پوهاند محمد حسن کاکړ په شان يو پوهاند، چې هم د دوديزو علومو او تجربو په بټۍ کې پوخ شوى او هم د عصري علومو داسې پوره تجربه ورسره ده چې په يو ساعت تر عرشه پورې رسي…
پوهاند کاکړ داسې يو څوک دى، چې په لغمان کې د طبيعي علم، چل، هنر او مهارت له سينده يې اوبه څښلي او په (ډيوه) کلي کې يې د علم ډيوې ته سترګې غړولي او هم يې د اوسنۍ عصري او تخنيکي نړۍ د تمدن د مخکښانو، امريکا، انګليستان او نورو کې د عصري علومو په ټولو معيارونو برابرې زده کړې کړې دي. يانې دا چې زموږ پوهاند داسې يو پوهاند دى چې د دوديزو او عصري دواړو علومو پخه تجربه لري. پوهاند کاکړ د تاريخ ليکنې د علمي ميتودلوژۍ پر بنسټ خپلې ليکنې اعيارې کړي. دى لکه د ځينو نورو په شان د شخصي احساساتو تر اغېزې لاندې نه دى راغلى، پېښې لکه څنګه چې دي همغسې يې څېړلي، البته د يوه تاريخ ليکونکي په توګه يې د پېښو هر اړخيزه شننه او څېړنه خپل حق ګڼلى دى؛ نه يې خپل وياړونه په پردو پورې او نه يې پردۍ تورې خپل ځان پورې تړلي دي، شته داسې تاريخ ليکونکي چې کله کله د خاصو سيمه ييزو، قومي او مذهبي احساساتو تر اغېزې لاندې راځي او پېښو ته له خپل ليد لوري ګوري، يو دوه بېلګې به يې راوړو: (محمود افشار يزدي) يو ايرانى ليکوال دى، هغه د افغانستان په اړه په (١٦٠٠) مخونو کې د (افغان نامه) په نامه يو کتاب ليکلى دى، په هغه کې يې نه يوازې د افغانستان ټول وياړونه په ايران پورې تړلي، بلکې د خداى په خلقت کې يې هم ګوتې وهلي او ليکلي يې دي چې د افغانستان په غرونو کې کومې طبيعي ونې کېږي هغه هم له ايران څخه باد راوړي او دلته شنې شوې دي، هغه په کينه ييز ډول د افغانستان د تاريخ د مسخه کولو هڅه کړې ده. مرحوم کانديد اکاډميسين محمد ابراهيم عطايي بيا دا کتاب نقد کړى او دده افراطي نظريات يې رد کړي دي، عطايي صيب بيا د افراطي ليکوالو يا تاريخ ليکونکو په جمله کې د يو پښتون ليکوال يادونه هم کوي او وايي چې هغه بيا ځمکه او اسمانونه، غرونه او رغونه ټول پښتانه معرفي کړي، د بشر ټول خلقت يې پښتنو ته منسوب ګڼلى او ليکلي يې دي: ادم(ع) هم اصلاً پښتون و، نوم يې همېشه ګل و او په تيرا کې به اوسېده.
له دې بېلګو مې هدف دا و چې په تاريخ ليکونکو کې هم داسې کسان شته چې ښي او چپې افراطي نظريې لري، خو زموږ پوهاند صيب حسن کاکړ بيا له دا ډول افراطي نظرياتو څخه پاک دى، هغه د تاريخ د علمي ميتودونو له مخې پر يوه مستقيم خط روان دى، خو ايا له دې علمي قوت، سپېڅلتيا او دقت سره سره بيا هم د پوهاند صيب د موافقينو او مخالفينو انډول برابر دى؟ دا مهمه نه ده چې پوهاند صيب څومره مخالفين لري، خو دا مهمه ده چې پوهاند صيب څه ويلي دي؟ په شرقي ټولنو کې دا يو دود دى چې کله کله د رښتياوو پر وړاندې د مخالفينو شمېر زيات وي.
اوس راځم همغې پوښتنې ته چې زموږ دا پوهاند ولې جګړې ته لاړ او بيا ولې د جګړې لومړۍ کرښې ته؟
ټولو ته څرګنده ده چې له پخوا څخه د ځينو ګاونډيو او د ځينو پرديپالو په اصطلاح ليکوالو او تاريخ ليکونکو د افغانستان مستقل هويت او حيثيت نه خوښېده او نه يې خوښېږي، پر افغانستان د شوروي يرغل سره سم يو شمېر بهرنيو او د هغو کورنيو اړوندانو ته ددې لاره اواره شوه چې په منظم او سيستماتيک ډول د افغانستان پر تاريخ، وياړونو او تېر برم بلوسه وکړي او دا بلوسې لا تراوسه په خپل قوت سره روانې دي، ددې منظم يرغل پر وړاندې ودرېدل د هر چا په وس پوره نه دي، خو پوهاند صيب د امير کروړ په څېر چې په يو تن به له سلو جنګاورانو سره جنګېده، په يوازې ځان د دوى پر وړاندې ودرېده، هغه څه يې وليکل چې بلوسګرو ته مناسب ځواب و، دا ډول سياسي، اخلاقي او علمي جرئت د ډېرې قربانۍ په بيه کېږي. د افغانستان د تاريخ مسخه کوونکي له هرې وسيلې څخه کار اخلي چې زموږ پر دې ډول ملي او علمي شخصيتونو د ژوند ساحه راتنګه کړي؛ په ټولنه کې يې د نشنليست، فاشيست او ژبپال په نامه معرفي، په ټولنيزو او سياسي چارو کې يې فعاليت ور محدود کړي او بيا له دې بېلګې نورو ليکوالو ته هم دا پيغام ولېږي چې که تاسو هم دا لاره تعقيبوئ نو برخليک به مو دغسې شي، زموږ اکثره پښتانه ليکوال، سياستوال او تاريخ ليکونکي زموږ د هېواد د هويت د پټو او ښکاره مخالفينو له خوا د نشنليست او فاشيست له توره دومره وېرېږي، لکه ملا چې پر چا د تکفير ټاپه ولګوي او يا هم لکه پر سيسيو چې د شاهين د وزر سيورى خور شي، خو زموږ پوهاند صيب د عوامو په اصطلاح د مخالفينو ددې غور و پش په کيسه کې نه دى، هغه د شاعر ددې بيت په مصداق چې:
په چا به ښه په چا به بده لګي
ما د رښتيا کيسه پوره وکړله
خپل حقانيت غځوي او بلوسګرو ته علمي او منطقي ځواب ورکوي. پوهاند صيب د هغو مخالفو بلوسګرو په شان نه دى چې د چا پر وياړ او پرتم بلوسي او يا ور سره رخه لري، بلکې هغه د خپل تاريخ، خپل وياړ او خپل پرتم د مخالفينو پر وړاندې دفاع کوي، په همدې خاطر خو يې د يوه مهم اثر نوم: ( رڼا او دفاع) دى. زموږ پوهاند تياره روښانه کوي او د خپل تاريخ دفاع کوي، که دده په زړه کې لکه د نورو په شان خيرى واى، نو بيا خو به يې د (رڼا او دفاع) پرځاى (تورتم او تېرى) اثر ليکلى و. هوکې! يو مدبر، مفکر، نوښتګر، ناپېيلى، ځيرک او هوښيار تاريخ ليکونکى او تاريخ پوه بايد همداسې وي، لکه زموږ د پوهاند په شان چې (رڼا او دفاع) ليکي، نه (تورتم او تېرى). موږ پرې وياړو.
اوس راځم خپلو څو مشخصو وړانديزونو ته:
ددې په خاطر چې زموږ نسلونه د تل لپاره د پوهاندصيب ليکنو ته لاسرسى ولري او په خپل هېواد کې د هېواد د مخالفينو پر وړاندې له (رڼا او دفاع) څخه محروم نه شي، نو:
١- د پوهاندصيب ټول چاپي او ناچاپ اثار دې يو ځل بيا په منظم ډول چاپ شي.
٢- د استاد متفرقه ليکنې دې له پيله بيا تر دې دمه راټولې، ډلبندي او بيا دې پر يوه وخت چاپ شي.
٣- د استاد ځينې اثار چې په انګرېزۍ او يا نورو ژبو ليکل شوي وي، په پښتو دې وژباړل شي.
٤- د استاد ځينې اثار دې د نړيوالو د ذهن د روښانتيا په خاطر په نړيوالو ژبو وژباړل شي.
٥- د کتابونو پر چاپ سربېره دې د استاد ټول اثار په يوه سي ډي (CD) کې خوندي او بيا دې اړتيا وړ شمېر تکثير شي.
٦- د استاد ټول اثار دې په انټر نېټ کې خواره شي چې د نړۍ په هر ګوټ کې هر مينوال ترې ګټه پورته کړي.
٧- په انټرنېټ کې دې د ځوانو ليکوالو په مرسته د استاد د ژوند، نظرياتو او اثارو لپاره يو ځانګړې وېبپاڼه جوړه شي.
٨- او له استاد څخه مو هيله ده چې د ژوند پاتې عمر کې (له بابا ادمه تر دې دمه) د افغانستان يو مشرح تاريخ وليکي چې زموږ ځوان نسل د هېواد د تاريخ د مخالفينو پر وړاندې د (رڼا او دفاع) جوګه شي.
اوس همدومره