ديوه غير ملكي خبري اژانس په رپورټ كښې وئيل شويدي چې په كراچۍ كښې پر سرتيرو باندې دبريد لپاره لږ تر لږه 600 ځانمرګي بريد ګر موجود دي تېره اووني په كراچۍ ښار كښې دپوليسو سره د نښتې په ترڅ كښې نيول شوو د بنسټپاله تنظيم د وو تنو ترهګرو قاسم طوري دانش چې په طلحه شهرت لري پلټونكو ته وئيلي دي چې په كراچۍ كښې موجود بريد ګرو كښې دزياتو تعلق دسور جومات (لال جومات) سره دى او بشپړه روزل شويدي دشخصي ټلويزون د رپورټ ترمخه په رپورټ كښې زياته شويده چې قاسم طوري او دانش دغه خبره منلې ده چې دوي ددغه ځانمرګى بريدونو تر سره كولو بوديجه برابرولو لپاره ګڼ شمير غير ملكي بانكونه لوټ كړيدي.