کور / تازه خبرونه / جمهوري رياست: د سرخ رود قربانيان ملکي کسان دي

جمهوري رياست: د سرخ رود قربانيان ملکي کسان دي

د افغانستان جمهوري رياست منلې چي په سرخرود ولسوالي کي وړمه شپه ولسي کسان د امريکايي ځواکونو له خوا وژل سوي دي.
د اسوشيېټيډ پريس آژانس د جمهوري رياست په حواله په خپل تازه خبر کي وايي چي د ننګرهار د سرخرود ولسوالي د سيدانو په کلي کي شاوخوا لس تنه ولسي کسان د امريکايانو په حمله کي وژل سوي دي.
د محمدآرش په نوم د سرخرود يوه چارواکي ويلي په دې کسانو کي د يوې کورنۍ د يوه پلار په ګډون څلور زامن او د بلي کورنۍ څلور غړي وژل سوي دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي سيمي ته يې هيئت لېږلى چي وژل سوي کسان رښتيا ملکي وګړي دي که د امريکايانو په وينا طالبان دي.
بلي خوا ته د سرخرود ولسوالي شاوخوا ٥٠٠ تنو د مرګ پر امريکا او مرګ پر کرزي او ګوډاګي حکومت په شعارونو د يوې احتجاجي مظاهرې په ترڅ کي د امريکا بيرغ وسوځاوه.