د افغانستان حکومتي چارواکي وايي چي په څو مختلفو نښتو کي يې د طالبانو ٣٠ جنګيالي وژلي دي.
د هلمند د والي وياند داود احمدي وايي په سنګين ولسوالي کي يې لس طالب جنګيالي له ايتلافي ځواکونو سره په ګډو عملياتو کي وژلي او د دې ولسوالۍ د پيرقدم کارېز په سيمه کي يې د هغوى يو ځايي قومندان ملامحمدحسن نيولى دئ.
د احمدي په وينا ملامحمدحسن په هلمند کي د طالبانو مشهور قومندان دئ، چي د دې ولايت په ناقراريو، چاودنو او حملو کي يې لاس درلودئ.
د ملي دفاع وزارت وايي د ننګرهار ولايت په سرخرود ولسوالي کي يې د طالبانو د يوه ګروپي قومندان شمس الدين په ګډون اته طالبان وژلي او دوه نور ټپيان کړي دي.
د دفاع وزارت وايي همدا راز يې په بغلان، لوګر او کندهار ولايتونو کي د عملياتو په ترڅ کي څو تنه طالب جنګيالي وژلي دي او په بغلان ولايت کي يې له طالبانو ډېري سيمي هم لاندي کړي دي.