کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزى په لندن کي پاتېږي

ولسمشر کرزى په لندن کي پاتېږي

ټاکل سوې ده چي د افغانستان ولسمشر حامد کرزى له امريکا څخه تر څلور ورځني سفر وروسته په لندن کي پاته سي.
ولسمشر کرزى به په لندن کي د دغه هيواد له نوي لومړي وزير ډيويډ کېمرون سره وګوري چي درې ورځي دمخه يې د انګلستان د لومړي وزير په حيث کار پيل کړ.
د راپورونو له مخي حامد کرزى لومړنۍ خارجي مشر دئ، چي د دې هيواد له نوي لومړي وزير سره ګوري.
د انګلستان نوي صدراعظم ډيويډ کېمرون واک ته له رسېدو سره سم وويل چي افغانستان به يې د بهرنۍ پاليسۍ په سر کي ځاى لري، بلي خوا ته د امريکا ولسمشر باراک اوباما له ډيويډ کېمرون سره په تليفوني خبرو کي له هغه څخه غوښتي وو چي د پخواني حکومت په څېر په افغانستان کي د خپلو پوځيانو د پاتېدو کلک ملاتړ وکړي.