د نيويارک د ټايمز چوک ناکامه حمله د دوو اونيو په تېرېدو اوس هم د امريکايي رسنيو سرټکي جوړوي.
د فيصل شهزاد له خولې تازه خپور سوئ خبر وايي چي نوموړي په مومند ايجنسي کي پځه ورځي د چاودنو تخنيک زده کړى او د قبايلي طالبانو له مشر حکيم الله مسود سره يې هم ليدلي دي.
فيصل شهزاد ويلي چي قبايلي طالبانو ده ته ١٥٠٠٠ ډالره د دې حملې د لګښت دپاره هم ورکړي دي. بلي خواته پاکستاني حکومت وايي د دغو ١٥٠٠٠ ډالرو د انتقال په تور يې درې پاکستانيان هم نيولي دي چي پوښتني ځني رواني دي.
د پاکستان حکومت ويلي چي د فيصل شهزاد او حکيم الله مسود د ليدني خبر، ځکه د تامل وړ دئ چي حکيم الله مسود د ده ژوند ته د ورپېښ خطر له امله د هيچا سره نه ويني.