کور / تازه خبرونه / عراق: القاعدې نوى جنګي قومندان وټاکئ

عراق: القاعدې نوى جنګي قومندان وټاکئ

په عراق کي د القاعده شبکې د جنګي قومندان تر مړيني وروسته د دې هيواد دپاره د القاعدې نوى قومندان د ناصرالدين په نوم يو کس ټاکل سوئ دئ.
د القاعدې شبکې يوې انټرنيټ پاڼي په يوه تازه خبر کي د الناصرالدين د ټاکلو خبر ورکړئ دئ.
د روان کال د اپرېل په مياشت کي د عراق حکومت د القاعدې دوه غټ قومندان ابوعمرالبغدادي او ابوايوب المصري په شمالي عراق کي د عملياتو پر مهال ووژل، چي اوس يې پر ځاى الناصرالدين ټاکل سوئ دئ.
ابوعمرالبغدادي په عراق کي د القاعدې سياسي مشر او ابوايوب يې د پوځي عملياتو مشر وو.