کور / تازه خبرونه / جاپان: ٣٣٠٠٠ کسانو ځان وژنه کړې ده

جاپان: ٣٣٠٠٠ کسانو ځان وژنه کړې ده

د جاپان حکومت ويلي په ٢٠٠٩ کال په دغه هيواد کي د ځان وژني ګراف د تېرو کلونو په نسبت ډېر لوړ ختلى وو. د راپور له مخي په جاپان کي د ٢٠٠٩ کال په ترڅ کي شاوخوا ٣٣٠٠٠ کسانو ځانونه وژلي دي. حکومت وايي دغه شمېره په ٢٠٠٩ کال کي د ټولو مړيو ٤، ٢٤ فيصده جوړوي.
د حکومت له خوا په دې هيواد کي د ځان وژني علت د اقتصادي پرمختګ دپاره د خلګو سختي هلي ځلي او ذهني تشويش په ګوته سوئ دئ.
روسيه په نړۍ کي اول، جاپان دوهم او جنوبي کوريا دريم هيواد دئ چي د ځان وژونکو کچه پکښي لوړه ده.
راپور وايي په روسيه کي ځان وژونکي د ټولو مړيو ١، ٣٠ فيصده او په جنوبي کوريا کي ٣، ٢٣ فيصده جوړوي.
د راپور له مخي د نورو عمرونو په نسبت د ځان وژونکو په منځ کي له ٥٠ څخه ٦٠ کالو پوري کسانو شمېر تر نورو ډېر دئ.