کور / تازه خبرونه / هرات: د ماين چاودنې څلور پوليس له قومندان سره ووژل

هرات: د ماين چاودنې څلور پوليس له قومندان سره ووژل

په سړک کې ښخ شوی ماین د سرحدي پولیسو څلور تنه سرتیري او د یو قومندان ژوند واخيست.
د غه پيښه تیر ماښام ناوخته د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د سرحدي پولیسو رينجر موټر د ترکمنستان سره په پوله په ګزمه بوخت وو. په پېښه کې د فضل احمد خان په نامه د څلورم سرحدي زون د تورغونډۍ د څلورم سرحدي کنډک د اوپراسیون امر او ورسره څلور تنه نور پولیس وژل شوي دي. تر اوسه پورې چا د پيښې مسئوليت پر غاړه نه دى اخستى. د چارواکو په وينا د عاملینو په اړه يې پلټنه دوام لري.