کور / تازه خبرونه / کرشنا: د پاکستان څخه ليدنه به ترينګلتيا له منځه يوسي

کرشنا: د پاکستان څخه ليدنه به ترينګلتيا له منځه يوسي

د هندوستان د بهرنيو چارو وزير ايس، ايم کرشنا په ډيلي کي خبريالانو ته وويل چي له پاکستان څخه ليدنه به يې د دواړو هيوادونو ترمنځ د ٢٠٠٨ کال د ممبى تر حملو وروسته رامنځته سوى ترينګلى حالت له منځه يوسي.
ښاغلي کرشنا وويل تېره مياشت په بوتان کي د سارک سازمان په سرمشريزه غونډه کي د لومړي وزير من موهن سنګ او پاکستاني سيال يوسف رضا ګيلاني ترمنځ ليدنه کي پرېکړه وسوه، چي بايد د دواړو هيوادونو ترمنځ خوابدي پاى ته ورسېږي.
نوموړي وويل اسلام آباد ته تر تګ وروسته به خپل سيال شاه محمود قريشي ته له نوي ډيلي څخه د ليدني بلنه ورکړي.
ټاکل سوې ده چي د هندوستان د بهرنيو چارو وزير ايس، ايم کرشنا د جون پر ١٥ پاکستان ته په سفر ولاړ سي.