کور / تازه خبرونه / حامد کرزي د امریکایی پوځیانو قبرونو ته احترام پر ځای کړ

حامد کرزي د امریکایی پوځیانو قبرونو ته احترام پر ځای کړ

سي ان ان خبر ورکوی چی حامد کرزﺉ نن واشنګټن ته نږدې په ویرجینیا کی د ( ارلیګټن ) پوځی هدیرې ته ورغی او هلته یې د هغو امریکایی پوځیانو قبرونو ته احترام ادأ کړ چی په افغانستان کی طالبانو وژلي دي . خبر وایی چی حامد کرزﺉ په غمجنه توګه د قبرونو تر خوا تیرېدﺉ او په افغانستان کی یې د دغو امریکایی پوځیانو پر وژلو تأسف کاوه . ده د امریکایانو څخه ډیره مننه وکړه چی په افغانستان کی قربانۍ ورکوی .
د ده سره د دې قبرستان د کتلو په مراسمو کی د دفاع وزیر رابرټ ګېټس ، د ټولو ځواکونو لوی درستیز جنرال مایک میولن او په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو لوی قوماندان جنرال مک کریسټل هم ملګري وو .
خو سیاسی انتقادیان وایی چی یو وخت ببرک کارمل هم د پخواني شوروی څخه د کتنو پر مهال د هغو روسي پوځیانو قبرونو ته بېول کېدﺉ چی په افغانستان به مجاهدینو وژلي وو .