د امریکا ( یو . ایس . اې . ټوډې ) مجلې نن راپور ورکړ چی په افغانستان کی د جګړې مصارف د لومړي ځل لپاره په عراق کی د پوځی مصارفو څخه زیات سول . پنتاګون په تیره فبروري کی په افغانستان کی ۶٬۷ بلیونه ډالره مصرف کړي حال دا چی په عراق کی یې ۵٬۵ بلیونه ډالره مصرف کړي دي .
راپور د دې ډېرښت علت دلته د پوځیانو او نظامی عملیاتو ډېرول بللی دی .
راپور وایی چی دا زیاتوالی په داسی حال کی کیږی چی امریکا څه کم ۱۳ ټریلیونه ډالره پوروړې ده او دا کار به امریکا نوره هم کښېکاږی .
راپور زیاتوی چی په آینده کال کی به دلته په جګړه کی ۱۱۷ بلیونه ډالره او هلته صرف ۶۶ بلیونه ډالره مصرف سی . بارک اوباما پرون وویل چی په افغانستان کی به د امریکا رول د اوږدې مودې لپاره وی .
خو شنونکي وایی چی امریکا دلته د خپلو حیاتی ګټو په غم کی ده نه د افغانانو .