کور / خبرتیا او پيغامونه / د راتلونکو ټاکنو په اړه د دانش خپرندويه ټولني خبرداری !

د راتلونکو ټاکنو په اړه د دانش خپرندويه ټولني خبرداری !

څرنګه چې ګران هېوادوال پوهېږي په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنې را نژدې شوې او په نژدې ورځو کې به کانديدان خپل کمپاينونه پيلوي .

د کمپاينونو يوه لويه وسيله کارټونه ، پوسټرونه، بېنرونه او نوري چاپي تبليغاتي پاڼې دي چې په ټولو کې کاغذ ته ډېره اړتيا ده .

بناء ټول کانديدان سر له اوسه هڅه کوي چې د ځان لپاره پوسټرونه او نور تبليغاتي توکي چاپ کړي . خو په اوسنيو کانديدانو کې ډېر داسې کسان دي چې د مطبعو هغه پورونه يې لا نه دي پرې کړي چې د تېر ځل ټاکنو پر مهال يې کړي ول .

اسد دانش خپرنځی له ټولو مطبعو څخه هيله کوي چې دا ځل د تېرو ټاکنو تېروتنې تکرار نه کړي او توکي په پور ور نه کړي .

ډېر ژر به د مطبعو د پوروړو کسانو نوملړ به له ټولو جزياتو سره يو ځای پر ليکه کړو.