کور / شعر / غزل

غزل

را سه راسه جفا پريږ ده لاره خوښه د وفا کړه
د نادانه رخصت اخله د ناصح سره وينا کړه

چه هر څومره تعليم وکي داپه ياد ولره ياره
چه کمه تجريبه وې کارد مشر په صلاح کړه

د دنيا عجبه رنګ عجبه شکل عجبه بوې ده
بد مکړه په دنيا کښې مه د چا عيب افشا کړه

دا دنيا بي اعتيماده مخ اوڅټ ئې سره يو ده
دا متل دې د تيارې کار دې هميشه په رڼا کړه

ترځان لوړ لره مګوره ترځان کښته ته نظرکړه
کوشش وکه په علم ځان په ښه عمل دانا کړه

نه شل سوه نه هم ډيره خالې لاس به ترروان يو
ستا ګټلې درنه پاته ځان دې اوس لاپه هوسا کړه

دي بازارله چه راغلې ئې هرڅه پکې خرڅيږې
رنګ د رنګه انسانان دې تل د علم رهنما کړه

هم خواږه دې هم ترخه دې هم بد دې هم ښه دې
ښه وکړه ښه ياديږې ښه تحفه د خپل عقبا کړه

نيکې وکړه اي نورزايه نيکه لاره کړه مختاره
عبث مګرځه بيځايه مه په چا پورې خندا کړه