په کندوز ولايت کې ميشت دجرمنې ځواکونو اودايساف لوي درستيز کسدروف چې له کابله راغلې ووخبريالانوته نن په دغه ولايت کې وويل : چې دوي د ناټودهغوعسکروڅخه مننه کوي چې په دي وروستيوکې يي د دوي ټپيانوته سره مرسته کړيده اوهغوې يې دمرګ نه ژغورلې .
جرمنې جنرال زياته کړه دغه 14 تنوعسکروزمونږه سرتيرو ته هغه مهال مرسته ورسوله کله چې دچاردرې دعيسي خيلوپه کلې کې د افغان دولت مخالفينوله لورې ژوبل اودهغوې په محاصره کې وول . دوي زمونږه سرتيرې دهوا له لارې دپيښې له ځايه وژغورل امريکائيانوتل زمونږه سره په هره برخه کې مرسته کړيده نوځکه نن دغه 14 تنه دستاينې اوتقدير وړ دي .
داپه داسې حال کې ده چې په دي وروستيوکې په شمالې ولايت کندوز کې دجرمنې عسکروترڅنګ امرئياېې عسکردجرمنېانو ترقوماندي لانيد فعاليت لرئ ، ترڅو دوي په ګډه د افغان دولت د مخالفينوپروړاندي په جګړه کې برخه واخلې .