د محافظه کار ګوند مشر ډيويډ کامرون د برتانيې په ٢٠٠ کلن تاريخ کي تر ټولو ځوان لومړى وزير دئ، چي نن يې په رسمي توګه په کار پيل وکړ.
ښاغلي کامرون د تېري اونۍ په پارلماني انتخاباتو کي د کارګر ګوند کانديد (پخواني لومړي وزير ګورډن براون) ته ماته ورکړه او له ليبرال ديموکرات ګوند سره يې ګډ حکومت جوړ کړ.
د راپورونو له مخي له ١٩٧٤ کال راهيسي دا لومړى ځل دئ په برتانيه کي ايتلافي حکومت جوړېږي.
د محافظه کارانو له خوا ليبرال ګوند ته د بهرنيو چارو د وزارت په ګډون پنځه وزارتونه ورکړل سوي او همدا راز د دې ګوند مشر نک کليګ د برتانيې مرستيال لومړى وزير نومول سوئ دئ.
ليبرال ديموکراتانو د خارجه وزارت دپاره ويليم هيک ډيويډ کامرون ته ور معرفي کړئ دئ.
راپورونه وايي دواړو ګوندونو د برتانيې په سياسي نظام او د مهاجرت په قوانينو کي د تغيراتو پر راوستلو هم سلا سره کړې ده.