د اېران د پريس ټلوېزون وايي يوه افغان هغه مهال د پاکستان سفير محمدبخش عباسي ژوبل کړ، چي د تهران په يوه بازار کي ورسره مخ سو.
پريس د اېراني چارواکو په حواله وويل چي پاکستانى سفير او افغان حمله کوونکى دواړه په روغتون کي بستر دي، خو په راپور کي نه د افغان له خوا د پاکستاني سفير د وهلو علت ښودل سوئ او نه هم د پاکستاني سفير روغتيايي حالت په ډاګه سوئ دئ.
بلي خوا ته څېړونکي وايي اېران همېشه په خپل هيواد کي د جنايي پېښو مسئوليت پر افغانانو تپي، خو وروسته معلومه سي جنايتکاران اېرانيان وي.
د چارو يوه شنونکي لراوبر ته وويل که دغه حمله په پاکستان کي پر اېراني ډيپلومات سوې واى، موږ به منلې واى چي افغان د خپلوهغو هيوادوالو په خاطر اېرانى ډيپلومات وهلى چي د اېران حکومت يې بېله محاکمې اعداموي، خو دا چي پاکستانى سفير په تهران کي د يوه افغان له خوا وهل کېږي هيڅ ډول حقيقت نه لري.