د امريکا د خارجه چارو وزيري هيلاري کلنټن پرون په واشنګټن کي خبريالانو ته وويل چي افغان ولس به طالبانو ته پرېنږدي.
آغلي کلنټن په افغانستان کي د ولسمشر کرزي له خوا د سولي پيل سوي هلي ځلي وستايلې، خو ويې ويل چي له دغه هيواد څخه د امريکايي پوځيانو تر وتلو وروسته به هم له افغان حکومت سره د امريکا ستراتيژيکه ملګرتيا روانه وي.
مېرمن کلنټن وويل په افغانستان کي ګډوډي او جنګ د امريکا او ايتلافي هيوادونو دپاره هم اندېښنې زېږولي او په دې حساب نو د پاکستان او افغانستان راتلونکى له يو بل سره تړلي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيري همداراز وويل چي افغانستان ته د بنسټپالني او نشيي توکو له امله خطر پېښ دئ، چي بايد له دغه هيواد سره مرستي وسي.