کور / تازه خبرونه / عراق: چاودنو ١٠٢ کسان مړه کړل

عراق: چاودنو ١٠٢ کسان مړه کړل

د دوشنبې په ورځ د عراق په پلازمېنه بغداد کي د دوو موټر بم حملو له وجي ١٠٢ کسان مړه او شاوخوا ١٥٠ تنه ټپيان سول.
پوليس وايي لومړى د ښار په مختلفو سيمو کي د پوليسو پر څو ماموريتونو وسله والي حملې وسوې، چي وروسته دوې درنې چاودني وسوې.
د عراق د کورنيو چارو وزارت ويلي په ١٠٢ مړيو کي اووه تنه پوليس دي او نور ټول ولسي وګړي دي.