د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي نن په اسلام آباد کي خبريالانو ته وويل چي د هندوستان خارجه وزير له اسلام آباد څخه د ليدني ژمنه ورسره وکړه.
ښاغلي قريشي وويل د خپل هندي سيال ايس، ايم کريشنا سره يې په ټلېفوني کي خبري کړي او نوموړي د ده هغه بلنه ومنله چي اسلام اباد ته يې د ورتګ په هکله ځني کړې وه.
ټاکل سوې ده چي د هندوستان خارجه وزير به د جولاى پر ١٥ – مه پاکستان ته سفر وکړي او د هندوستان او پاکستان پر اړيکو به سره وږغېږي.