کور / تازه خبرونه / څلور فرانسوي عسکر ټپيان سول

څلور فرانسوي عسکر ټپيان سول

د ناټو ځواکونو په يوه خبرپاڼه کي ويلي چي د طالبانو له خوا په يوه ماين چاودنه کي يې څلور عسکر ټپيان سوي دي.
د خبرپاڼي له مخي د ټپيانو څخه يو تن يې په بد حالت کي فرانسې ته انتقال سوئ او درې نور يې په افغانستان کي دننه تر علاج لاندي دي.
پېښه پرون د دوشنبې په ورځ د کابل په تګاب ولسوالي کي د فرانسوي پوځيانو يوه مرکز ته نيژدې رامنځته سوې ده.