کور / تازه خبرونه / وزيرستان: بې پيلوټه الوتکي مرګ ژوبله واړوله

وزيرستان: بې پيلوټه الوتکي مرګ ژوبله واړوله

د شمالي وزيرستان په ميرانشا کي د امريکا بې پيلوټه الوتکي نهه راکټونه غورځولي چي تر اوسه يې له امله د درو مړو او دوو تنو د ټپي کېدو خبرونه رارسېدلي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي الوتکو پر مختلفو ځايونو نهه راکټونه فاير کړل چي يو کور او يو موټر هم پکښي شامل دي. په شمالي وزيرستان کي وړمه شپه هم بمباري سوې وه چي له امله يې شاوخوا لس تنه وسله وال وژل سوي وو. پر دې سيمه د نويو بمباريو لړۍ په داسي حال کي زور اخيستئ چي امريکا پر پاکستاني حکومت فشار اچولى چي په شمالي وزيرستان کي د القاعدې او طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي.