کور / تازه خبرونه / دغزني له زندان څخه ٢١ تنه بنديان خوشي شول

دغزني له زندان څخه ٢١ تنه بنديان خوشي شول

دنوموړې ولايت دايستناف محکمې مشر وايي دغه بنديان دولسمشرحامدکرزى په فرمان دغويي مياشتې داتمې نيټې په مناسبت خوشي شوي دي .
نوموړي زياتوي دغه کسان دغلا،سړي تښتونې او وژنې په تورونو بندي شوي وه .
دغزني ولايت دايستناف محکمې ريئس وايي دولسمشر حامدکرزي په فرمان کې ددغه زندان د ديارلس تنو نورو زندانيانودبندپه موده کې کموالى راغلى .
ديادونې وړده څو ورځې وړاندې کندوز ولايت له عمومي محبس څخه د دوو تنو کوچنيانو پرګډون لږترلږه پنځلس هغه زندانيان چې په وړو جرمنو زندان ته اچول شوې وو او د يونيم کال او يا څه پاسه بند سزا يي تيره کړې وه، د ولسمشر حامد کرزې د ځانګړې فرمان پر بنسټ هم خوشې شول .