د کرکيټ د نړۍ والو شل آوريزو سياليو په دوهم پړاو کي نن د ويسټ انډيز او هندوستان ترمنځ لوبه سوه.
د هندوستان کپتان پچه وګټله او ويسټ انډيز يې بيټينګ ته ور وباله، ويسټ انډيز د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ١٦٩ منډي جوړي کړې.
د لوبي په دوهمه برخه کي هندوستان د ويسټ انډيز له خوا ورکړل سوى هدف پوره نه کړ او په ١٤ منډو يې وبايله.
هندوستان وړمه شپه له اسټراليا څخه هم بايللې وه او همدا راز ويسټ انډيز له سريلانکا څخه بايللې وه.
د هندوستان په دوهمه ماته نيمه پايلوبو ته د دې هيواد د وتلو چانس بېخي لږ سو.