کور / تازه خبرونه / دامریکادسنامشری له زابل نه لیدنه وکړه!

دامریکادسنامشری له زابل نه لیدنه وکړه!

لراوبرته ددزابل ولایت دمطبوعاتی دفترنه په راغلی خبرپاڼه کی راغلی چی
نن غرمه ۱۲:۴۵ دامریکادسنامشره نانسې پلوسې دیوشمیرکانګریسمینانوپه مشری چی په
افغانستان کې دامریکادسفیرمیرمن بیرې یې ملتیا کوله ددزابل ولایت مرکز دکلات ښارته راورسیده.
پولوسې اوورسره پلاوې لمړی دزابل له والې محمداشرف ناصری سره وکتل اوروسته یې دزابل میشتوښځوپه یوه لویه غونډه کې ګډون وکړ.دیادسفرموخه په بیلابیلوبرخوکې دزابل دښځوسره مرسته اوهغوي ته په مختلفوبرخوکې دپروژوپه لاره اچول په ګوته شوي دي ترڅوهغوی وتوانیږی دهمدغې لارې په خپل ځان متکې اوددوي لاسې صنایعوته بازاوموندل شي.داد پولوسې لمړی سفرافغانستان ته دی اوتیرماښام يې لمړی له ولسمشرکرزی سره په ارګ کې وکتل اودمرکزکابل نه وروسته ولایتونونه دلیدنې په لړکې زابل دهغې لمړی ولایت ووچی ترینه لیدنه یی وکړه.