کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ: امنيتي کمپنۍ ولسي وګړى وواژه

ميدان وردګ: امنيتي کمپنۍ ولسي وګړى وواژه

په میدان وردګ ولایت کې دسوپرین په نامه یوې امنیتي کمپنۍ لخوا یوتن ملکي وګړى وژل شوى دى.
د راپورونو له مخې د غوایي په ۱۸ مه دسهار په ۷ بجو دمیدان وردګ ولایت دسیداباد ولسوالۍ دسالارو دحسن خیلو په کلي کې یوتن هټېوال ملکي وګړې همایون د سیدکریم زوۍ د۳۰ کلنو په عمرهغه مهال دسوپرین امنیتي کمپنۍ لخوا وژل شوى، چې په نوموړې کمپنۍ باندې دسړک دغاړې ماین انفجار وکړو،دپيښې په تور یوتن دملي اردو د شپږم کنډک لخوا نیول شوې او زیاتو پوښتنو ګرویګنو لپاره قضایی اوعدلي ارګانونه ته سپارل شوې.
د ولایت مقام دامنیتي کمپنیو دغه ناوړه او غیر انساني عمل غندلى او دپيښې دڅيړنې په موخه يې د والي محمد حلیم فدایي په ګډون ولسوال،اجرایه رئیس،دپولیسو او ملي اردو مسولین سېمې ته تللې ترڅو دشهید کورنۍ او دحسن خیلو قومي مشرانو سره د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړئ.
د ميدان دروګوله ولايت مقام څخه خپره شوې اعلاميه وايي د ولایت مقام په ملکي خلکو باندې د خصوصي امنیتي کمپنیو لخوا دا ډول تعرضونه نه یوازې دا چې په کلکه غندي، بلکې په نژدې راتلوونکی کې به دکورنیوچارو،ملي دفاع وزارتونو او سیمه ییزو ارګانونو مسولین په ګډه غونډه کوي او په دې اړه به یوه ګډه دحل لاره را باسي.
د ولايت مقام وايي سر دنن څخه دمیدان وردګ ولایت پورې اړونده لویه لاره دخصوصي امنیتي کمپنیو پرمخ بنده او هیڅ یوې کمپنۍ ته به اجازه ورنکړل شي چې خپل مالونه ددې لارې ولیږدوي، همدارنګه دولایت مقام لخوا دغزني ولایت مقام سره هم په دې اړه خبرې روانې دي ترڅو ورته عمل هم هلته دکمپنیو پروړاندې ترسره شي.
دیادونې وړ ده چې دخصوصي امنیتي کمپنیوو لخوا په ملکي خلکوباندې تعرض دلومړی ځل ندې بلکې دمخه هم دسیمې مشرانو ددې په اړه شکایتونه کړې او داجراتو په موخه یوشمېر کمپنۍ هم خالي سلاح شوې دي.