اسوشیټید پریس د بګرام څخه راپور ورکوی چی حامد کرزﺉ نن د خپلو څو وزیرانو سره د بګرام هوایی اډې ته ورغی تر څو د جنرال مک کریسټل سره وګوری . حامد کرزي هلته د امریکایی زخمی پوځیانو پوښتنه او عیادت وکړ او د هغوی کړني یې وستایلې او هم یې یو نولس کلن امریکایی عسکر ( جورډن ورایټ ) ته یو اصل لاجورد د سوغات په توګه ورکړ .
د دغه عسکر پښه وړمه ورځ د ماین په چاودنه کی ماته سوې ده . حامد کرزﺉ په دغه اډه کی پنځوس امریکایی پوځیانو ته وږغېد او د هغوی څخه یې د افغانی ځواکونو د روزنی له درکه مننه وکړه . ده دا هم ورته وویل چی د خپلو پوځی عملیاتو پر مهال د ملکی خلکو خیال وساتی .
حامد کرزی واشنګتن ته له روانېدو مخکی د دیموکرات ګوند د پارلمانی مشرې ( میرمن نانسی پیلوسی ) او نورو استاځو سره ګوری او بیا امریکا ته روانیږی .