د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډله نن د شنبې په سهار تر نړۍ والو سياليو وروسته کابل ته راورسېده.
د افغان لوبغاړو هرکلي ته د ولسي جرګې غړي، ځيني دولتي چارواکي او د لوبډلي مينه وال وروتلي وو او له هوايي ډګر څخه يې تر کابل ښار پوري د ستايني په شعارونو بدرګه کړل.
د افغانستان ملي لوبډله په نړۍ والو شل آوريزه سياليو کي د ګډون دپاره ويسټ انډيز ته تللې وه، چي تر دوو لوبو او اوږدې مسافرۍ وروسته نن د مې پر اتمه هيواد را ستانه سول.
د افغانستان ملي لوبډلي په لومړي ځل په نړۍ والو سياليو کي د نړۍ له دوو تر ټولو قوي لوبډلو هندوستان او جنوبي افريقا سره لوبي وکړې، چي دواړي لوبي يې د کريکټ د څارونکو له خوا ډېري وستايل سوې.
د افغانستان لوبډلي که څه هم کومه لوبه ونه ګټله، خو په بهرنيو رسنيو کي د دوى لوبه او مهارتونه ډېر وستايل سول. يوه بهرني آژانس د ملي لوبډلي په هکله وو: ((افغان لوبډلي لوبه وبايله، خو زړونه يې وګټل)).
که څه هم د افغانستان ملي لوبډله په عمومي توګه وستايل سوه، خو په ځانګړې توګه ځوان لوبغاړي حميدحسن، شاهپورځدراڼ، نورعلي ځدراڼ، محمدنبي عيسى خېل، سمېع الله شينوارى او ميرويس اشرف هغه ځوانان وو، چي ستايني يې د نړۍ والو رسنيو سرټکي جوړول.
salamona tolo afghanano da allah na gawarm che rog ao jor wi . da afghanistan lobgaro ywa dira kha loba dwaro temono sara wakra che haga teemona nan da donya pa satha sopur king teemona di ao afghanistan war sara dira kha loba wakra oa zamong zarona ye khoshala kara ka agar loba ye ham wabila no bya zomng zara khoshala kara ao inshallah ka jwnd wi afghnistan na ba ham supor king jorigi zaka che dir kha lobgari paki di laka hamed hasan. ao shapoor zadran.ao mirwais ashraf.ao dwlat ahmadzi.ao nor ali zadran.ao mohammad nabi.ao samiullah shinwari. ao dasi nor lobgari ham dira kha loba ki. da allah pa aman
salamona tolo afghanano da allah na gawarm che rog ao jor wi . da afghanistan lobgaro ywa dira kha loba dwaro temono sara wakra che haga teemona nan da donya pa satha sopur king teemona di ao afghanistan war sara dira kha loba wakra oa zamong zarona ye khoshala kara ka agar loba ye ham wabila no bya zomng zara khoshala kara ao inshallah ka jwnd wi afghnistan na ba ham supor king jorigi zaka che dir kha lobgari paki di laka hamed hasan. ao shapoor zadran.ao mirwais ashraf.ao dwlat ahmadzi.ao nor ali zadran.ao mohammad nabi.ao samiullah shinwari. ao dasi nor lobgari ham dira kha loba ki. da allah pa aman
سلامونه د الله (ج) دير شكر دي سي ملي لوبدله مو به خير خفل هيواد ته راستنه شوه او روغ مي وليدل خداي بري وركري وسلام (sh)
خدای موراوله اتلو افغانانو
قدمونه مولیموباندی منضوردی
تر هر ځه د مخه خپل سلامونه ګرانو لوستنكو او د افغانستان ملي لوبډله ته وړاندي كوم زموږ د ټول افغانستان اولس په دي وياړي چي زموږ د كركت لوبډله پدي و توانيدله چي د نړي د تكړه لوبډلو سره بازي وكړه دا زموږ لپاره د وياړ ځاي الله (ج) دوي توان او توفيق وركړي تر ځو په نورو لوبو كي خپل وطن برياوي راوړي الله (ج) د افغانستان والس ته په ار ډګر كي برياوي ورته په برخه كي وسلام
څومره خوندوری لوبی او څومره لوی ویاړ و افغانانوته! دی کی هیڅ شک نشته چی زمونږ برخه اخیستل په نړیوال جام کی ستر ویاړ دی، تجربی لاهم ډیری شوی – خو یوی ټکی ته پام او هغه دا چی، دسوت افریکی سره په لوبه کی کله چی زمونږ لوبغاړی ژر ژر اوټیدل دا د منگل صاحب او استاد کبیرخان وظیفه وه چی و نوی کسانوته چی بټنگ ته راتلل توصیه یی کړی وای چی صرف له ویکیټ نه دفاع وکړی او د میدان تش ځایونه دی په نښه او د فرصت نه استفاده وکړی دا ځکه چی هغوی خپل پنځه تنه لوبغاړی ویکیټ کیپری دی درولی وه او زمونږ لوبغاړی هم اکثره د ویکیټ کیپر په طرف کی اوټ شول.
په هر حال دا زمونږ اوستاسو لپاره تجربه شوه چی باید په داسی حالاتو کی د لوبی سیستم ته تغییر ورکړو – زمونږ هیواد او زمونږ لوبډله په مونږ باندی ډیر گران دی او ډیره مینه ورسره لرو – الله مو تل بریالی لره او اوس د هالنډ لوبو ته شیبی شمیرو او ستاسو بری ته سترگی په لار یو.
د کندهار څخه ده فرید احمد عزیزي څخه مي هیله دا ده چه لومړی خپل املاٍ او انشاٍ سمه کړه او بیا د کرکټ په هکله دعاوي وکړه!!!!
سلامونه او نیکی هیلی!
دا زمونږ له پاره غټ دویاړ ځای دی چی دافغانستان غوندی هیواد کی چی هغوی دکرکیټ لوبی لپاره یو میدان هم نه لری دا زمونږ لپاره د فخر ځای دی چی دومره لویو لوبډلو سره لوبه کوی زمونږ بالنګ ډیر ښه وځلید بیټینګ دومره مزه نه وه کریم چی زمونږ سینیر بیټسمین دی داسی لوبه یی کوله لکه د ماشومانو د ته پکار و چی دوه دری اورونه یی په حوصلی سره لوبولی وای نو بیا هم ستاسو د بریا په هیله
د لر اوبر ویب پانی تولو کار کونکوته سلامونه.
دیره بخشه غوارم له دی کبله چه زما کمپیوتر بشتو نه لری او شاید دیری نیمگرتیاوی ولری..
اول خو دویب پانی دمحترمو همکارانو نه هیله کوم چه د هغوکسانو نظریات چه په غیر ادبی لهجه خپروی سانسور کری خکه چه داسی لیکنی دقلم او کاغد بی احترامی ده او په ویلو سره یی د ویب پانی د مطالعه کونکو زره تورشی
دا چه هره ورخ د افغانستان په مختلفو سیمو کی د خان مرگو ترورونو بمباریو او دملکی کسانو دوژنو خبرونو خپریزی دیر هیوادلوال غمجن او مایوسه دی او بیله خفگان او مایوسی نه یی بل خه په وس نه دی پوره نود یو خه وخت لپاره دافغانستان د کرکت موضوع دیره توده وه او دیرو هیوادوالو خوشی اظهارول دایی نه کتل چه ملی لوبدله لوبی گتی که یی بایلی خکه نریوالو تلویزونوکی هغه شیبه چه د افغانستان ملی سرود اوریدل کیده او ملی بیرغ رپیده دیره په زره پوری وه او دنری تولو ولسونو ته دافغانانو استعداد معلوم شو او په دی پوه شول چه افغانان کولای سی په نسبت لز وخت کی او په دیرو کمو امکاناتو خان تر منزله ورسوی او دا پیغام یی درلودی چه افغانان په داسی سختو شرایطو کی په هر دگر کی له نریوالو سره مقابله کولاشی نو زما هیله داده چه ملی تاجران د ملی احساس په خاطر له دوی سره دامکاناتوپه برابرولو کی مرسته وکری او اوس غوارم دهغه چا چه خپل خان خاطره معرفی کوی او د چا په وینا په په شادی کی یی غم بیش کر او نه پوهیزم چه داسی وخت کی دا دیهودانو او کافرانوشراب او کباب بحث ته کوم ضرورت بیش شو. دا صحیح خبره ده چه چه هیواد کی کفار تسلط لری خلک وژل کیزی او نور…داچه تول هیوادوال دمرگونو او خفگان دخبرونو نه ستری سوی دی او دیو کم وخت لپاره یی د د لوبو خواته پام ارولی وو داپه دی معنی نه چه شراب او کباب خوری.هغه کسان چه دکورونو دتلاشی او وژنو خبری کوی باید په دی پوه شی دا یوازی دوی نه دی بلکی تول هیوادوال په دغسی بیشو باندی خفه او په قهر کیزی نوپه داسی موقع کی باید خپل قهر او غوسه یوپه بل سره نه کرو اوحوصله وکرو یو دبل احساساتو ته درناوی ولرو خکه هر بحث خان ته وخت لری او هغه هم باید په داسی ژبه وشی چه دنورو احساساتو ته سپکاوی ونه کری او دمحترم پشتنو ورونو نه هیکه کوم چه د سپکو الفاظو نه دده وکری هر پیغام او نظر باید په نرمه ژبه وی نو وزن به یی دروند او اغیزه به یی زیاته وی خکه داسی لیکنی یوازی ددوو خواوو تر منخ دنفرت او دشمنی سبب نه گرزی او هر یو قلم په لاس کی لری او خدای مکره که زه دچا سپکاوی کوم هرومرو به ما ته هم په سبک نظر کتل کیزی. هیله ده چه خفه شوی نه یاست.
په درنشت
طاهر دکندهار ولایت
په ډیردرناوې سره خپل سلامونه ځمونږګران او ویاړلې دکرکیټ دملې لوبډلې تکړه او اتلوځوانانوته وړاندې کوم!!!
په ریښتیا سره چه دوئ ریښتینې اتلان دې دګران افغانستان نوم ئ دنړئ دوتلولوبډلوپه قطارکی ودراوه.
ډیربه ښه واې که ئ ګټلې وی خو دا ونه شو مګر مهمه دا وه چه دوئ په نړیوالو لوبو کې ګډون وکړ
ډیر هیوادونه دکلونوکلونو په دی کوښښ کی دې چه دغه لوبو ته لار پیدا کړې مګر ځمونږ ځوانې لوبډلې په ډیر کم وخت اوپه ډیروکمو امکاناتو سره وکولاې شو چه دا لوئ ویاړ تر لاسه کړی .
الله تعالی دی دوئ وس او قدرت ورکړې چه په راتلونکی کی نړیواله اتلولې خپله کړې او دا جګړو ځپلی هیواد دنړئ په سیالو هیوادو کې ودروې.
په درناوی همت ساپی – لندن