کور / تازه خبرونه / کندهار: د ولسوالۍ پخوانى امنيه قومندان ووژل سو

کندهار: د ولسوالۍ پخوانى امنيه قومندان ووژل سو

د کندهار چارواکو په دغه ولايت کي د يوه قومي مشر او د ارغسان ولسوالۍ د پخواني امنيه قومندان عبدالمنان د وژلو خبر ورکړ.
د ارغسان ولسوال معلم سيدعلي وايي نوموړى تېره شپه د نامعلومو وسله والو له خوا په خپل کور کي وژل سوئ دئ.
د سيدعلي په وينا له قومندان عبدالمنان سره يې دوه ساتونکي هم وژل سوي او بريدکوونکي پر تېښته بريالي سوي دي.
د راپورونو له مخي عبدالمنان اوس د ارغسان ولسوالۍ د پرمختيايي شورا د مرستيال په توګه دنده اجرا کوله. دا په داسي حال کي ده چي تېره اونۍ د دې شورا يو بل غړى حيات الله د کندهار په ښار کي د طالبانو په يوه حمله کي ووژل سو.
د عبدالمنان د وژلو مسئوليت هم د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي خپلو ملګرو ته راجع کړئ دئ.
په کندهار کي د قومي مشرانو او دولتي مامورينو د وژلو لړۍ په داسي حال کي زور اخيستئ، چي امريکايان د اميد او طالبان د الفتح په نامه د نويو عملياتو د پيلدېو خبرونه خپروي.