کور / تازه خبرونه / جنرال مشرف بيرته سياست ته راګرځي

جنرال مشرف بيرته سياست ته راګرځي

د پاکستان پخوانى ولسمشر متقاعد جنرال پروېز مشرف وايي يو ځل بيا يې په سياست کي د درېدو پرېکړه کړې ده.
پروېز مشرف په اسلام آباد کي يوه کنفرانس ته د ويډويي پيغام د لاري وويل چي ډېر ژر بيرته پاکستان ستنېدونکى دئ او غواړي په راتلونکي انتخاباتو کي برخه واخلي.
پروېز مشرف ويلي که د پاکستان راتلونکي انتخابات ځنډېږي او که پر خپل وخت ترسره کېږي، خو دى به د کانديدانو له ډلي څخه وي.
نوموړى له پاکستان څخه او همدا راز د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د سفرونو پر مهال خلګو ځني غوښتي دي چي بيرته پاکستان ته ستون سي او په سياست کي ودرېږي.