ټاکل شوې راتلونکې اونۍ ولسمشر کرزی د یوه لوړ پوړي افغاني پلاوي په ګډون د امریکا متحده ایالاتو ته په سفر ولاړ شي، که څه هم تر اوسه پورې افغان دولت ددې سفر موخه په رسمي ډول نده په ډاګه کړی خو سیاسی کارپوهان پدې اند دي چې ښايي امریکا ته د ولسمشر سفر په دوه مهمو موضوعاتو را وڅرخیږې، چې ولسمشربه له امریکاي چارواکو سره پرې خبرې وکړي.
۱: د سولې په راتلونکې مشورتي جرګه کې له طالبانو سره خبرې!.
۲: د کرزي او امریکا تر مینځ د اړیکو بیا رغول!.
سودال دلته پیدا کېږي چې واشنګټن ته د ولسمشر دغه سفر به تر کومه حده ګټور او یادې موخې به پکې تر کومه بریده تر لاسه شي. که څه هم زما په اند له څو محدود کړیوپرته داسې کوم افغان به نه وي چې په هېواد کې د سولې او روغې جوړې له خبرو سره مخالفت وکړي، ځکه نور له جنګ جګړو او ورانیونه پوزې ته راغلي دی، خویو شمیر کورني او بهرني چارواکي اوسمهال له طالبانو سره خبرې د افغانستان په ګټه نه بولي، ځکه ښآیي ګټې یې په خطر کې وي، چې دغه کار ولسمشر له طالبانو سره د خبرو کولو په برخه کې له یو لړ ننګونو سره مخ کړیدی.
بل پلو ولسمشر ته نږدې مافیايي کړۍ هم نه غواړي چې له طالبانو او حزب اسلامي سره د روغې جوړې خبرې د تر سره شي، چې دغه کار هم بیلابیل عوامل لري.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور پر اساس چې د ولسمشر دواړه مرستیالان محمد قسیم فهیم او کریم خلیلي له طالبانو سره د روغې جوړې له خبرو سره مخالفت ښيي، روزنامه د دوی له قوله لیکي چې که د طالبانو پښه د حکومت په دننه کې شریکه شي ښايي ولسمشر کرزی ووژل شي.
خو خبره داده چې ایا دوی رښتیا هم ولسمشر کرزي له غمه مړه دی اوکه په دوی کې هم څه ګناه شته! ایا د دوی په دې خبره کې د کاسې لاندې نیم کاسه نشته ؟
کریم خلیلي او محمد قسیم فهیم چې دواړه جنګسالاران او د هېواد په کچه د مافیا غړي دي، په هیواد کې د زرګونه افغانانو په وژنه او د دولتي ځمکو په غصب او یو شمیر……. کارونو تورن دي، او ښايي له طالبانو سره د سولې په تر سره کیدا د دوی دا ګټې د لاسه ووځي.
یو شمیر امریکاي چارواکي هم اوس له طالبانو سره د خبرو وخت نه بولي او وايي طالبان له یو لوري یو موټی ندي اوښایي خبرې کول ورسره کومه د پام وړ پایله ونلري، او بله داچې طالبان ورځ تر بلې پیاوړي کېږي اوله ۲۰۰۴ راهیسې یې ډېر پرمختګونه کړي او پدې باور دی چې لوبه ګټي، نو ځکه هم د خبرو دپاره زړه نه ښه کوي.
بله مهمه خبره چې ولسمشر به پرې د واشنګټن په سفر کې له اوباما سره خبرې کوي، هغه د ښاغلي اوباما او کرزي تر مینځ د خرابه شویو اړیکو بیرته رغول دي، یوه میاشت وړاندې ولسمشر کرزي په هېواد کې نړیواله ټولنه په ټاکنو کې په درغلیو تورنه کړه او په سختو الفاظو یې وغندله، بل پلو کرزي د بهرنیو ځواکونو له لوري د ملکي افغانانو وژنه اویو شمیر نورو مسایلو پړه په امریکاي پوځیانو ور واچوله او زیاته یې کړه چې که د امریکاي چارواکو له لوري دا لړۍ همداسې روانه وي، ښايي د ولس په زړونو کې د امریکاي قواو په وړاندې کرکه زیاته شي، د دې تر څنګ ښاغلي اوباما هم د تیر جون په میاشت کې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال کرزی په خپل هېواد کې د فساد په وړاندې په مبارزه کې پاتې وباله چې دغه واړه کارونه یو پر بل د بې باورۍ فضا را منځته کړه.
اوس نو ښاغلی کرزی غواړي چې د واشنګټن په دغه سفر کې په دواړه موضوعاتو باندې د امریکا له ولسمشر اوباما سرې خبرې وکړي، چې د روانې میاشتې د سولې جرګه هم په همدې موخه وځنډول شوه، چې ښایي له اوباما سره پرې سلا مشورې وکړي، او د جرګې د تر سره کیدو او له طالبانو سره د خبرو په موخه د امریکا ملا تړ له ځان سره ولري.
په پښتو کې یو متل دی چې وايي ” سړی له خپلې لمنې اور اخلي” او ولسمشر کرزي هم له خپلې لمنې اور اخیستی په داسې حال کې چې د ده مرستیالان له طالبانو سره د سولې له خبرو سره مخالفت کوي، نو د حکومت اپوزیسیون او مخالفو ډلو څه ګیله!
کرزی باید لومړی ځان له کوره ډاډ تر لاسه کړي او بیا له طالبانو سره خبرو ته ملا وتړي، هغه پدې معنی تر څو چې د د ه مرستیالان دغه جنګسالاران او د مافیا غړي وي، چې خپلې ګټې د ملت په ګټو غوره بولي د سولې خبرې نا ممکنه دي.
کرزی صاحب ګیله له خپلو کېږي نو ځکه له تانه ګیله کو نور خو نو دا ملت پټې سترګې ندی او ته هم نور مه ځان غولوه او مه موږ، افغانان خو هره ورځ په خپلو خبرو غولوې، اوس د ملا تړلې چې نړیوال هم وغولوې لومړی په خپل حکومت کې پراخ بدلونونه راوله چې د سولې لپاره اول په کورکې ځان جوړ کړه اوبیا له طالبانو سره د سولې خبرو ته ورمخکې شه! اوکه ته هم لکه د حضرت صاحب غوندې د سولې د خپلواک کمیسون په شان لړل تپل کوې هغه بیا جدا خبره ده.
پای