د ګیکا د ټولنی اعلامیه
ګران هیواد وال خبر دي چی څو موده مخکی زموږ یو شمیر مهاجر وطنوال چی خپل وطن کی د بیکاری او خپلو کورنیو ته د یوی مړئ حلالی ډوډۍ ګټلو په موخه ایران کی د مهاجرت ژوند کاوه د ایران دچارواکو لخواه په غیر انساني توګه اعدام شول ۰
په اتریش کی د افغانانودانتګراسیون او کلتور ټولنه ( ګیکا) د ایرانی مقاماتو دا عمل د دواړو هیوادونو تر منځ د بندیانو د تبادلی د تړون څخه ښکاره سرغړونه بولي څلور کاله مخکی دواړه ګاونډیو هیوادونو یو تړون لاسلیک کړ چی د هغه پر اساس به دواړه هیوادونه د یو بل جنائي بندیان خپل هیواد ته وروسپاري۰
د ګیکا ټولنه نړی کی د بشری حقوقو د مدافعینو او په تیره بیا د اروپائی ټولنی د اړونده چارواکو نه چی د اعدام له حکم سره مخالف دي غواړي چی په ایران کی زموږ د مهاجرو افغانانو د نورواعدامونو څخه مخنیوۍ وکړي۰
د ګیکا ټولنه همدا رنګه د افغانستان دولت د چارواکو نه غوښتنه کوي چی بهر کی افغان مهاجرو په مقابل کی د خپلو مسولیتونو په درک سره ایران دولت د لاسلیک شوي تړون رعایت او ساتنی ته راوبولي او د دی انسان وژنی لړۍ د احتمالي دوام مخنیوۍ وکړي ځکه د راپورونو له مخی په ایران کی یو زیاد شمیر نور افغانان هم په اعدام محکوم شوي دي. اوکه د افغانستان دولت او بین المللی ټولنه پدی هکله جدي اقدام ونکړي د دی امکان شته چی په راتلونکي کی به د مهاجرو افغانانو د اعدام لړي همداسۍ جاري وي.,
په اتریش کی د افغانانودانتګراسیون او کلتور ټولنه ( ګیکا) د ایران د دولت دغه کړنه د بشر د حقوقو د پرنسیپونو مخالف عمل بولي او په کلکه یی محکوموي او پدی توګه د ایران د دولت نه غوښتنه کوي چی په راتلونکی وخت کی له ورته انساني ضد اعمالو نه ډده وکړي همدا رنګه د ایران د دولت لخوا وژل شوو افغانانو ته د لوی څښتن نه مغفرت او د دوی غمجنو کورنیو ته د صبر او تسلیت غوښتنه کوو۰
د ټولني مشري
وین / اتریش