دCPJ دراپورتتمه (دوهمه برخه )
په افغانستان له امریکایي یرغل وړاندې په طالبانودنیوکوپه لړکې دغربي پلمه جوړونکو یواعتراض داهم وه چې طالبانو دبیان ازادۍ ته اجازه نه ده ورکړې کله چې دطالبانو حکومت سقوط وکړاودامریکا کینول شوي حکومت واک په لاس کې واخیست نودنوې راغلي دیموکراسۍ له لاسته راوړنو نه یوه هم دبیان ازادي شمیرل کیده او داسې تمه ورکول کیده چې ګنې دنوي حکومت ترسیوري لاندې به مطبوعات ازادانه فعالیت وکړی شي ،خو له څه مودې تیریدو وروسته روښانه شوه چې دبیان دازادۍ دغه شعار هم دمدني ازادۍ او دښځودحقوقو دشعارونو غوندې یوازې دغربي استعمارچیانوله خوادکیښودل شویو هغو دامونو له جملې نه ده چې تنها دغربي هراخیززبیښاک ګټو او مصلحتونوته په پام سره به ترې استفاده کیږي او نوربه یي واقعي اورښتینی مصداق دهیچا هم روزي نه شي .
مونږولیدل چې دهمدې ازادۍ له مخې یوازې دنړۍ دبیلابیلو غرضي هیوادونو او تخریبکارو شبکو سره تړلو تیلویزوني چینلونو ،اف ایم رادیو ګانو ،چاپي رسنیو اوبیلابیلو فحاشي خورونکو ماهواریي شبکوته دکار اوفعالیت اجازه ورکړل شوه ترڅو په خلاص لاس دملي نفاق دپارولو اود افغان اسلامي کلتور دله منځه وړلو دغه راز دنوي نسل دبیلارۍ لپاره کارو کولای شي همداسې وشول له تیرونهو کلونو راهیسې دافغانستان په پلازمینه او نوروولایاتو کې داسې مقتدرې تیلویزوني اورادیو یي رسنۍ رامنځته شویدي چې په کنټرولولو یې تررئیس جمهورپورې دهیچازور هم نه رسیږي او په پوره جرأت چې څه وغواړي هماغه نشروي په دې سربیره په اطرافي سیمو او ولسوالیو کې داف ایم رادیوګانو شمیراو دخپرونو ډول یې خطرناک حالت ته رسیدلی دی ، دلته ویلای شو چې دبیان ازادۍ لوړ شوی شعار ترډیره یوازې دهمدې له چتې پورته او سراېله رسنیوپه رامنځته کولو کې خلاصه شویدی نورکه څوک دکومې اطلاعاتي وسیلې له لارې دفحاشۍ خپرولو په ځای دیرغلګرو له شومواهدافو څوک خبروي یادافغانستان دخپلواکۍ او اسلامي رښتینو ارزښتونوپه اړه داولس فکرتنویروي دهغوپه وړاندې دبیان دازادۍ معنی وژل بندیانول اویاسانسوردی دغه راز داطلاع رسانۍ په برخه کې هم همدغه مطبوعات یوازې دهغوپیښوپه اړه راپورورکولای شي چې تبلیغاتي اړخ یي دښکیلاکګروپه زیان نه وي که کورنیو یا بهرنیو سرتیروته په کومه پیښه کې زیان اوړي ژورنالیستان بایدترهغو څه ونه وایي ترڅو یې له بګرام یادکابل درژیم له مطبوعاتي مسولینو څخه کومه خبرپاڼه نه وي ترلاسه کړې .
له دې وضعې څخه ښکاري چې دنورو بیلابیلو راښکونکو شعارونو غوندې لویدیځوالو په افغانستان کې دبیان له ازادۍ نه هم یوازې دخپل ناولي کلتور دراواردولو ، دخپلرسرو او بي حده ډیرو مطبوعاتو له لارې داولس دبوختولو او اغفال دغه راز په تبلیغاتي اوخبري برخه کې داولس دغولولو اودخپلونیمګړتیاو اوتلفاتو دپټولو لپاره کاراخیستی دی چې داډول ناسمه استفاده په خپله دبیان دازادۍ په وړاندې ترټولو لوی جنایت بلل کیږي چې باید دCPJ راپورلیکونکو ورته توجه کړې وای مګرداچې دغه کمیټه دنړۍ په لراوبر او افغانستان کې دتخلفونو هغه جزي پیښې راټولوي اوعاملین یي محکوموي مګر په درسته نړۍ په تېره دافغانستان په مطبوعاتو دبي سابقي امریکایي مراقبت اواستبدادپه اړه هیڅ هم نه وایي سړي ته هغه لویدیځ متل وریادوي چې وایي (هغه چې یوکس یي وژلی قاتل بلل کیږي مګر هغه چې سلامت اولسونه یي ترتیغ تیرکړي او ښارونه یي وران کړي فاتح اوقهرمان بلل کیږي ) له بلې خواکه عمومي وضعیت وځیرل شي دمطبوعاتواوژورنالیزم دڅار دیوې کمیټي له خوا دغه ډول چلند اوخویش خوري کومه فوق العاده کړنه یااعجوبه هم نده ځکه داوسنۍ نړۍ (چې دغربي ښکیلاک خپسې نیولې ) نږدې درست ځان خپلواک بلونکې او نه بلونکې سازمانونه دهمداسې یوې غرضي پالیسۍ له مخې پریکړې کوي دنوبل دسولې تیرکلنۍ جایزه به مویاد وي چې دیوداسې هیواد مشرته ورکړل شوه چې د(ایسوسي اېشن آف ریسپانسیبل ډیسینډنټیس) په نامه دبشري وضعیت دڅار دیوه بي طرفه نړیوال انجمن دراپورله مخې همدغه جایزه وړونکي هیواد (امریکا) په بیلابیلو پټو اوښکاره جګړو کې له ۱۹۴۳ میلادي نه ۲۰۰۵ میلادي پورې تر ۱۲ میلیونه زیات انسانان دژوند له نعمته محروم کړي او وژلي یي دي ،نودنوبل دټولنې غوندې که دیوه بل غربي رسنۍ څارونکي سازمان په راپوراودمتخلفینوپه لست کې که دنړیوال سانسور دمخکښ ،دبیلابیلو پرازیتونو دمخترع او دمخالف غږپه وړاندې ترټولو دسرسخت غبرګون ښودونکي هیواد دمشر ( اوباما) نوم نه وي ښایي دډيرې حیرانتیا وړ یي ونه بولو مګرپه دې اړه دواقعیتونو رابرسیره کول ځکه اړین بریښي ترڅو په توره شپه کې دمڼو حساب ورک نه شي.
(نوربیا)