دCPJ دراپورتتمه ( دریمه برخه )
داچې په نړیواله کچه په تیره په افغانستان کې دبیان دازادۍ چیغې وهل کیږي رښتینې مطلب یې یوازې دهغو رسنیو ازادي او کاري جواز دی چې په اصولو کې له امریکایي سیاستونوسره جوړې وي که چیرې کومه داسې نشریه منځ ته راځي چې پالیسي یې دامریکایي پالیسیو په مخالفت ولاړه وي دهغو لپاره هیڅ قانوني تعامل او زغم هم وجود نلري بلکې له هرې لارې که وي بایدله منځه یووړل شي دامریکایي زبرځواک دغه بي انصافي او نه زغم سړي ته دجرمني دکتاتور ادولف هټلرهغه چلند ورپه زړه کوي چې ویل به یي دوه لکه مخالف وسلوال پوځ زغملی شم خویوه مخالفه ورځپاڼه هم نه شم زغملی ،که نوره نړۍاوپه کې روانې سترې لوبې یې پریږدو اوخپل هیوادته راشو له کومې ورځې چې دامریکایانوپښه ددې هیوادپه سیاست کې راشریکه شوې نودمخالفو رسنیو یامطبوعاتي هڅو په وړاندې یې ناوړه اوشرموونکی کردار دهرچاپه وړاندې دی چې دلیل او اووضاحت ته ښایي ضرورت ونلري . زما په یاد دي چې د ۲۰۰۱ کال داکتوبر په اتمه شپه چې کله دبوش دایتلاف جټ الوتکې او کروز رهنمایي شوي میزایل زمونږ دهیواد فضاته راداخل شول نو درادار او دافع هوا له مراکزو وړاندې یې لومړنۍ قرباني درادیو افغانستان دستګاه وه چې دماښام په نهه بجو بمباراوله کاره وغورځول شوه دغه راز په نورو ولایاتوکې هم ترهرڅه وړاندې رادیويي ستیشینونه په نښه شول چې په مطبوعاتي ادارو دغو منظمو او په بیړه ترسره شویو بریدونه داسي ښووله لکه دنیویارک او واشنګټن حملي چې له همدې ادارونه ترسره شوي وي . له هغه راپدیخوا دامریکایانو په وړاندې که هره چاپي یاغږیزه رسنۍ رامنځته شوې امریکایانو یي په مستقیم یاغیرمستقیم ډول دله منځه وړلو هڅه کړې دغه راز داشغال دمخالفینو مطبوعاتي کسان او فرهنګي کارکوونکي هم دمسلحو مخالفینو په لست کې نیول شوي اوعینې دهغوپه شان چلند ورسره شوی دی . دامریکایي اشغال دمخالفینو لپاره خوازاد فرهنګي اونشراتي فعالیت یوداسې خبره ده چې ښایي څوک یي تصور هم ونکړي مګرکه له چاسره دطالبانو یانورومقاومت کوونکو کومه تبلیغاتي پاڼه ،مجله یا په مبایل ټیلفون کې کوم تصویر یاثبت شوې ترانه او موعظه ولیدل شي نوهمدایي دباګرام او پول چرخي پورې درسیدلولپاره کافي دي ،زه یوداسې څوک هم پیژنم چې دیرغل په پيل کې یوازې په دې تور چې طالبانوته منسوبه یوه ورقه یې په جیب کې موندل شوې وه ونیول شواوبیا یې بې له څرګند جرم نه دباګرام ،قندهار او ګوانتانامو په زندانونو کې پنځه نیم کاله بندتیرکړ. دمخالفو رسنیوپه وړاندې دامریکایي حوصلې یوه بیلګه زما خپله تجربه ده چې څه موده وړاندې مې زمونږ په سیمه کې ترسترګوتیره شوه زمونږ په سیمه دغه راز په نوروشاوخوا ولسوالیو کې چې چیرې امریکایي بېس شته نویوه ایف ایم رادیو هم شته که په ایف ایم څپو کې درادیو ستن ګرځوې نوله شاوخوا پي آرټي یانو څخه ګڼې رادیو ګانې رانیسي لکه پکتیکا غږله ښرنې څخه، پتمن رادیو هم دښرنې له پي آرټي شلګرغږداندړو دچاردیوال له پي آرټي نه اتفاق غږ دزرمت دتعمیر له پي آرټي نه دغه راز پکتیا غږ پکتین رادیو او دارمان ،بي بي سي اشنا اوپه نوروګنو نومونو بې شمیره رادیوګانې چې په ایف ایم څپو کارکوي او ټوله ورځ د( وه سربازه یاره ) او(لالیه هوابازه )اونورو غوندې بي معنی اوپوچه موسیقي نشروي چې پرته دبي لارۍ اوفحاشي نه یې دسیمې هیڅ درد هم نه دی دوا کړی . څرنګه چې په سیمه کې طالبان هم پوره نفوذلرې دوه کاله وړاندې دسیمې دخلکو په غوښتنه اوهمکاري طالبانویوداسې ایف ایم ستیشن په یوه نامعلو م ځای کې ولګاوه چې روزانه یې په یونیم ساعته خپرونه کې یي دینی موعظې ،داحادیثو او قرانکریم ترجمه اوبي سازه ترنم یاترانې وړاندې کولې دغه راز یې دطالبانو له ویاندانونه په نقل خبرونه هم نشرول ددې رادیو خپرونې پوره معیاري وې چې په اړه یي بی بی سی هم راپورنشرکړ او په کابل کې دازادو ژورنالیستانو ټولنې هم معیاري بللې وې مګر دخپرونوبه یي اونۍ نه وه وتلې چې امریکایانوتلاش په سې پیل کړلومړی یې له الوتکو تبلیغاتي پاڼې په سیمه وشیندلې چې خلکوته په کې ویل شوی وه چې که ددې رادیو په اړه معلومات راکړي یایي دچلونکوپه له منځه وړلو کې همکاري وکړي نولویې نقدي جایزې به ورکړی کله چې په دې څه ونه شول نویې سترعملیات پسې پیل کړل او څواونۍ په غرونو اواوارو کې پسې ګرځيدل خوبیایې هم خپرونې وربندې نکړې بالاخره یې په همدې څپو یوبله رادیو ورسره خلاصه کړه چې موسیقي به یي نشروله سره له دې چې دارادیو اوس هم خال خال خپرونې لرې اویومخ بندې شوي ندي مګر امریکایانو خپل ټول وس وکړ چې دغه ددوی له اجازې پرته لوړشوی غږ چوپ کاندې ماچې هغه مهال ددې محلي اوکوچنۍ رادیوپه وړاندې ددوی سخت دریځ او ستومانه منډې ترړې لیدې نورامعلومه شوه چې دبیان ازادی په امریکایي سیاست کې څه معنی لري اودوی ورته په کوم ډول احترام قايل دي . آن لاین ژورنالیزم چې ښایي دامریکایانو مخالفین یې دخپل فعالیت لپاره یوازینۍ موثره وسیله وبولي ددې مطبوعاتي پدیدې په سانسوروکې هم امریکایانو له ایران او چین څخه میدان وړی دی په افغانستان کې دامریکایي ښکیلاک په وړاندې دجهاد کوونکو طالبانو انټرنټ پاڼه چې دنیټ په ستره نړۍ کې ښایي دسمندر او څاڅکي حیثیت ولري امریکایي انحصار طلبان یې نشي زغملای او نږدې هره ورځ ورته یو مشکل ایجادوي ترڅو یې څوک ونه ګوري په دې وروستیو کې خو امریکایي چارواکو خپله اعلان وکړچې دمخالفو انټرنیټ پاڼو دڅار او تخریبولو لپاره یې لویه بودیجه او قوه کار په کارګمارلی ترڅو دهغورښتیاو دخپراوي مخه ونیسي چې دسپینې ماڼۍ په زیان وي . دمخالفو رسنیو په وړاندې دغه تنګ نظره چلند امریکایان په پټه نه کوي بلکه ښه په ښکاره اودټولې نړۍ په وړاندې یې کوي او خپل توجیهات هم ورته لري دطالبانو یومطبوعاتی کارکوونکی چې دنشراتی فعالیت په جرم دبګرام ترتلخونو رسیږي کله چې دامریکایي مستنطق په وړاندې استدلال کوي او ورته وایي چې خو تاسو دبیان دازادۍ نعرې سورې وهۍ ماخو کوم پوځي فعالیت نه درلود یوازې مې دپیښو په اړه رښتیا رابرسیره کړي اونشرکړي مې دي امریکایی ورته وایي چې زمونږ په نزد ترپوځي فعالیت نه سترجرم هم دانشراتي او مطبوعاتې کاردی ځکه په پوځي فعالیت او مقاومت کې به زمونږ ځینې کسان ووژل شي چې په دې برخه کې هرډول ناکامي ته مونږ دخپلو مطبوعاتو په زور دخپل خوښې رنګ ورکولای شو او او خپل مالیه راکوونکی اولس پرې تیرباسلی شو مګر که چیرې دغلته په افغانستان کې پیښیدونکی حقائق په هماغه بڼه زمونږ ترولسه ورسیږي او یانور ه نړۍ اوراسره همکارولسونه خبرشي نو زمو نږ ټولې خوارۍ اوهڅې به په اوبولاهوشي ځکه بیابه مونږ ته اولس وایي چې تاسو دخلکو په غوښتنه اودهمکارۍ لپاره هلته نه یئ تللي اونه هلته جنګیدونکي یوازې څوتنه باغیان دی بلکې دافغانستان ولس له اشغاله کرکه لري چې په دې وخت کې څنګه چې اولس په دیموکراتیکو ټولنو کې وروستۍاوټاکونکې مرجع بلل کیږي نو زمونږ داستعماري پالیسي جوړونکو ټولې پالیسۍ به نیمه خوا شي او اولسي ملاتړ به له لاسه ورکړو . دامریکايي ښکیلاک له خوا دمخالفو رسنیو په وړاندې دغه نه توجیه کیدونکي چلنداو دنړیوالو ژورنالیستیکي ټولنو پټې خولې ته (چې داقرارمعنی لري ) په پام سره سړی نه شي ویلای چې دبیان دازادۍ نړیوال شعار څه ډول تعریف کړي که دسي پي جي وروستی راپور او په دې اړه بي توپيري یې سړی ورسره لحاظ کړي نو ښه به داوي چې له دې شعار سره یوبل قیدهم اضافه شي ترڅو په خپله معنې دضمني په ځای مطابقي دلالت وکړي یعني دبیان دازادۍ په ځای که د(امریکاپلوي بیان ازادی )وویل شي ایله به یي مصداق ومومو . نور بیا