د کرکيټ د نړۍ والو سيالو د دوهم پړاو څلورمه لوبه نن د سريلانکا او کوربه هيواد ويسټ انډيز ترمنځ کېږي.
د سريلانکا لوبډلي پچه وګټله او بيټينګ يې غوره کړ، چي په شلو آورونو کي يې د درو لوبغاړو په سوځېدو ١٩٥ منډي جوړي کړې.
د سريلانکا مهيلاجاياوردين د لوبي له پيله تر پايه ودرېدئ چي په ٥٦ بالونو يې ٩٨ منډي جوړي کړې، له نوموړي سره سينت جاياشوريا په ١٠ بالونو ٦ منډي، کومارسنګاکره په ٤٩ بالونو ٦٨ منډي، چمره کاپوګيدرا په څلورو بالونو شپږ منډي او تيلاکراتن ديلشن په يوه بال څلور منډي جوړي کړې، چي شل آورونه يې پوره سول.
ويسټ انډيز د سريلانکا په جواب کي ١٣٨ منډي جوړي کړې او په داسي حال کي شل آورونه ورباندي پوره سول چي اته لوبغاړي يې سوځلي او نور يې درلودل.