کور / تازه خبرونه / اسټراليا هندوستان ته ماته ورکړه

اسټراليا هندوستان ته ماته ورکړه

د کرکيټ د نړۍ والو سياليو د دوهم پړاو دريمه لوبه د اسټراليا په ګټه پاى ته ورسېده.
پچه هندوستان وګټله او اسټراليا ته يې د بيټينګ بلنه ورکړه چي اسټراليا په ټاکل سويو شلو آورونو کي د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ١٨٤ منډي جوړي کړې.

هندوستان ١٦ منډي جوړي کړي وې او درې لوبغاړي يې د لاسه ورکړي وو، خو روهيت شرما ډېره سنجيده لوبه وکړه او دغه لوبډله يې د شرموونکي ماتي څخه وژغورله.
د لوبي د څارونکو په وينا که روهيت شرما نه واى هندوستان به ډېره شرموونکې ماته خوړلې واى، ځکه هغه له ١٣٥ منډو څخه ٧٩ منډي جوړي کړې.

د هندوستان مورلي ويجى په ٧ باله دوې منډي، ګواتمنګنبر په ١٠ باله نهه منډي، سورېش رانا په پنځه باله پنځه منډي، روهيت شرما په ٤٦ باله ٧٩ منډي (تر پايه ونه سوځېدئ)، يوراج سنګ (کينګ آف پنجاب) په دوه باله يوه منډه، مهيندراسنګ ډوني (کپتان) په ٨ باله دوې منډي، يوسف پټان په پنځه باله يوه منډه، راويندراجديجا په پنځه باله څلور منډي، هربجن سنګ په ١١ باله ١٤ منډي، ظهيرخان په شپږ باله نهه منډي او هشيش نهرا په يوه بال صفر منډه جوړه کړه.
د هندوستان ټوله لوبډله په داسي حال کي وسوځل سوه چي لا يې له٢٠ دوه نيم آوره پاته ول.