د پاکستان پارلمان د کرکيټ د نړۍوالو لوبو په دوهم پړاو کي د انګلستان څخه د پاکستان پر ماته باندي سخت غبرګون ښکاره کړ.
د پارلمان د ورزشي چارو کمېټې وويل هغه کسان چي د دې لوبي د ماتي سبب ګرځېدلي بايد رسوا او د کرکيټ له بورډ او لوبډلي څخه وايستل سي.
د پارلمان د ورزشي کمېټې مشر اقبال محمدعلي خان وويل لوبغاړي يې پر خپله لوړه وفا نه کوي، د سپورټ پر وزارت او د کرکيټ پر بورډ سربېره د لوبغاړو کړني خرابي دي.
اقبال محمدعلي وويل چي د کمېټې بلي غونډي ته به د ياور سعيد او انضمام الحق په ګډون پخواني تکړه لوبغاړي راوغواړي، چي د پاکستان او انګلستان د پرونۍ لوبي جاج واخلي.