په دې وروستيو ورځو کې د هوا په چټکۍ ګرميدو او د باران په پرله پسې اورېدلو سره د چين د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې په ايلي سيمه کې د واورو د ويلې کېدو له امله سيلابونه رامنځته شوي دي. ځايي پوليس او د ترافيکي اورګانونو چارواکي اوس د ويجاړو سړکونو پر سمولو او د سيلابونو پر کنټرول چارو بوخت دي.
ياده شوې سيمه د روان کال له پيل راهيسې ډېر ځلې د واورې توفانونو له خوا ځپل شوې او د واورو پنډوالی يو شپېته سانتي مترو ته رسېدلی چې د ځايي وګړيو پر توليد او ژوند يې بدې اغېزې کړې دي. تر اوسه پورې د سيلابونو له امله يويشت تنه مړه اودرې سوه پنځو زره تنه نور ځپل شوي دي. بر سېره پردې د مړه شويو ژويو شمېردرې ديرش زرو ته رسېدلی چې دڅلورسوه مليونه يوانو مستقيم زيانونه يې رسولي دي.