کور / تازه خبرونه / برتانيه: دېرش کاله وروسته ايتلافي حکومت جوړېږي

برتانيه: دېرش کاله وروسته ايتلافي حکومت جوړېږي

د برتانيې په پرونيو پارلماني انتخاباتو کي د حکومت مخالف محافظه کاره ګوند اکثريت چوکۍ ترلاسه کړي دي، خو په يوازي سر حکومت ځکه نسي جوړولاى چي د پارلمان اکثريت چوکۍ يې نه دي ګټلي.
د رايو تر شمېرني وروسته معلومه سوه چي محافظه کارانو ډېري چوکۍ ګټلي دي خو اوس به د يوه ايتلافي حکومت د جوړېدو دپاره دواړه ګوندونه هڅه کوي، چي دا له ١٩٧٤ کال راهيسي لومړى ځل دئ چي په برتانيه کي ايتلافي حکومت جوړېږي.
د برتانيې د قانون له مخي که چيري محافظه کاران د ايتلافي حکومت پر جوړولو ونه توانېږي، کارګر ګوند ته به د حکومت جوړولو بلنه ورکړل سي.
د واکمن کارګر ګوند مشر ګورډن براون خپله ماته منلې ده او وايي هيواد يې يوه پياوړي حکومت ته اړتيا لري.
بلي خوا ته د ګټونکي ګوند مشر ډيويډ کېمرون وايي نور په برتانيه کي د کارګر ګوند د واکمنۍ لمنه ټوله سوه.