کور / تازه خبرونه / د ناټو دوه عسکر وژل سوي دي

د ناټو دوه عسکر وژل سوي دي

د افغانستان په جنوب او ختيځ کي د ناټو دوه عسکر په دوو جلا جلا پېښو کي وژل سوي دي.
د اسوشيېټيډ پريس آژانس وايي لومړى کس د افغانستان په جنوب کي د وسله والو په يوه حمله کي او دوهم يې په ختيځ کي د يوې راکټي حملې له امله وژل سوئ دئ.
راپور وايي ناټو د خپلي پاليسۍ له مخي د وژل سويو عسکرو هويت او د پيښي ځاى پټ کړى دئ، خو د دوى په مړينه په روان مي مياشت کي د بهرنيو عسکرو د مريني شمېر لسو تنو ته ورسېدئ.