د پاکستان او هندوستان د بهرنيو چارو وزيرانو له يو بل سره ټليفوني خبري کړي دي او غواړي د دواړو هيوادونو ترمنځ د مذاکراتو نوى پړاو شروع سي.
د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو تېره مياشت په بوتان کي د سارک سازمان په غونډه کي سره وليدله او د متقابلو اړيکو پر ټينګولو يې خبري سره کړي وې.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزير ايس ايم کريشنا خپل پاکستاني سيال ته د نوي ډيلي د دورې بلنه ورکړې، په داسي حال کي چي د پاکستان لومړي وزير رضا ګيلاني بيا هندي صدراعظم من موهن سنګ اسلام آباد ته وربللى دئ.
د هندوستان او پاکستان اړيکي د ٢٠٠٨ کال د ممبى تر حملو وروسته تر بل هر وخت خرابي سوې.