په نيويارک کي د تيري اونۍ د چاودني په تور د نيول سوي پاکستاني فيصل شهزاد يوه نوې ويډيو خپره سوې ده.
په ويډييو کي نوموړى ليدل کېږي چي په پنسلوانيا ايالت کي د اورلوبي د سامانونو له يوه دکان څخه بارود رانيسي.
دغه عکاسي چي د امنيتي کېمرو په وسيله ثبت سوې، د ياد سوي دکان خاوند وايي ښاغلي فيصل د مارچ پر اتمه څلور بوتله اور اخيستونکي مواد ځني رانيول، خو دغو موادو د دې وړتيا نه درلوده چي يوه زوروره چاودنه رامنځته کړي.
فيصل شهزاد تېره اونۍ د نيويارک په ټايمز چوک د موټر بم د چاودني په تور نيول سوئ دئ، چي د امريکايي مقاماتو په وينا په قبايلي سيمو کي يې د القاعدې څخه د چاودنو په ترسره کولو کي روزنه ترلاسه کړې ده.