کور / تازه خبرونه / برتانيه: تر اوسه خو کارګر ګوند مخته دئ

برتانيه: تر اوسه خو کارګر ګوند مخته دئ

د برتانيې تر پرونيو پارلماني انتخاباتو وروسته د رايو شمېرني اداره وايي اوسنى واکمن ګوند (کارګر) تر محافظه کارانو او لبيرال ديموکراتانو مخته دئ.
تر اوسه لا دا معلومه نه ده چي کارګر ګوند به په يوازي سر د حکومت پر جوړولو وتوانېږي او که به د وړاندوينو سره سم د يوه ايتلافي حکومت جوړولو ته اړ سي.
د راپورونو له مخي د اوسني واکمن ګوند چي ګورډن براون يې کانديد دئ، محبوبيت د تيرو وختونو په تناسب په عامو برتانويانو کي ډېر راکښته سوئ دئ، ځکه خو ښايي نوموړى ګوند پر دې بريالى نسي چي په يوازي سر حکومت جوړ کړي.