کور / تازه خبرونه / کرنل امام او خبريال اسد قريشي خوشي سول

کرنل امام او خبريال اسد قريشي خوشي سول

آج ټلوېزون په يوه تازه خبر کي وويل چي د پاکستان د آى، ايس، آى پخوانى افسر کرنل امام او له هغه سره نيول سوئ خبريال اسدقريشي خوشي سوي دي.
د آج ټلوېزون وايي کرنل امان او قريشي د حکومت او آسيايي پړانګانو سره په خبرو لګيا جرګه ګۍ ته سپارل سوي دي. په خبر کي دا نه دي ويل سوي چي آسيايي پړانګانو کرنل امام او د برتانوۍ ورځپاڼي خبريال اسدقريشي په کوم شرط خوشي کړي دي. خو تر دې دمخه د آسيايي پړانګانو ډلي ويلي وو چي دوى به هغه وخت آزاد کړي، چي پاکستاني حکومت د طالبانو مرستيال مشر ملاعبدالغني برادر او نور طالب مشران خوشي کړي.
آسيايي پړانګان چي ځان په طالبانو پوري تړي، تېره اونۍ يې له دوى سره يو بل نيول سوي متقاعد استخباراتي کرنل خالد خواجه وواژه، چي د پاکستان د استخبآراتو پخواني مشر جنرال حميدګل يې له طالبانو څخه سپيناوى وغوښت.
د پاکستان د پوځ پخواني مشر جنرال اسلم بېګ وويل خالد خواجه، کرنل امام او برتانوى خبريال د قبايلي طالبانو د سولي دپاره تللي وو، خو خپله د پاکستان استخباراتي ادارې وويل چي دوى د خالد قريشي سره د يوه راپور په جوړولو کي د مرستي په خاطر شمالي وزيرستان ته تللي و چي د طالبانو له خوا ونيول سول.
کرنل امام چي ځان د افغان طالبانو د مشر ملامحمدعمر استاد بولي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې په کندهار او هرات کي د پاکستان د جنرال کونسل په توګه کار کړئ دئ. نوموړى يو له هغو کسانو څخه دئ چي د شورويانو سره د جهاد پر مهال يې د افغاني مجاهدينو ډلي د ښوونځيو، روغتونونو، پلونو او نورو عامه تاسيساتو ورانولو ته هڅول، او همدا لامل دئ چي په افغاني ټولنه کي د يوه متنفر شخص سترګه ورته کتل کېږي.
د کرنل امام او اسد قريشي د ايله کېدو په هکله لا تر اوسه د پاکستان حکومت رسمي دريځ نه دئ څرګند کړئ.