ټاکل سوې ده چي د هندوستان يوه محکمه د ٢٠٠٨ کال د ممبى د حملو په تور يوازنى نيول سوئ کس اجمل قصاب په مرګ محکوم کړي.
د هندوستان حکومت اجمل قصاب د حملو اصلي کس بللى او د هغه سره په تړاو نيول سوي دوه کسان فهيم صديقي او صباح الين يې بري الذمه اعلان کړي دي.
د ٢٠٠٨ کال د نومبر د ٢٦ مي حملو نيژدې ١٥٠ کسان مړه او تر درې سوه ډېر زخميان کړل، چي تر اوسه له امله د پاکستان او هندوستان اړيکى خراب دي