کور / تازه خبرونه / برتانيه: پارلماني انتخابات شروع سول

برتانيه: پارلماني انتخابات شروع سول

د برتانيې د درو غټو ګوندوندونو ترمنځ د نوي حکومت د جوړولو دپاره انتخابات شروع سول.
د واکمن کارګر ګوند، ليبرال ديموکرات او محافظه کاره ګوند ترمنځ د نوي حکومت د جوړولو دپاره سيالي شروع سوه، چي درې سره ګوندونه به د پارلمان د ١٥٠ چوکيو د ډېري برخي د ګټلو دپاره مقابله کوي.
د کارګر ګوند له خوا اوسنى صدراعظم ګورډن بروان، د ليبرال ګوند له خوا نک ليک او د محافظه کارانو له خوا ډيويډ کيمرون د صدراعظمۍ دپاره ميدان ته راوتلي دي.
په دې انتخاباتو کي په لومړي ځل درې واړه کانديدان د برتانيې پر ټلوېزون مباحثې ته راغوښتل سوي وو او درو واړو له خپلو پاليسيو څخه دفاع وکړه.
د راپورونو له مخي په تېرو څو کلونو کي د واکمن کارګر ګوند محبوبيت په عامو برتانويانو کي د تېرو وختونو په پرتله ډېر کم سوئ دئ، خو د واکمن ګوند کانديد ګورډن بروان تر انتخاباتو دمخه د دې امکان رد کړ، چي ګني محافظه کاران به ميدان ځني وګټي.
بلي خوا ته د سياسي چارو ډېرى څېړونکي موجوده حالاتو ته په کتو سره وايي ښايي يو ګوند هم د حکومت جوړولو دپاره اکثريت چوکۍ ترلاسه نکړي، او د برتانيې راتلونکى حکومت به يو ايتلافي حکومت وي.