کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دافغانستان څخه دناټووتل: کله اوڅنګه ؟

دافغانستان څخه دناټووتل: کله اوڅنګه ؟

د( افغانستان . رو) په ویب پاڼه کی دافغانستان څخه دناټو وتل ،کله اوڅنګه ترعنوان لاندی په مطلب دنړیوال سیاست دبهرنیوعواملو د رادیویی خپرونود پروګرام چلوونکۍ اومسؤولی ،سیاسی مبصر بورلینووا نتالیا خپل څیړنیز رپوټ خپور کړی چی ژباړه یی په لاندی ډول وړاندی کیږی .

 ژباړن :  کوهاټ بدرخیل


د تیرۍ اوونی په پای کی دناټو هیوادونو دبهرنیو چارو وزیرانو په هغه دوه ورځنی غیری رسمی غونډه کی چی د استونیا دهیواد په پلازمینه دتالین په ښارکی جوړه شوی وه افغانستان یوځل بیا دخپلمینځی تودو بحثونو په سرکرښه کی ځای درلود، هغوی په دغه هیواد کی په حالاتو اودناټو په مشرۍ ایساف یا سوله ساتو ځواکونو په نویو وړاندیزونو  ژوری خبری ،اتری وکړی . .


د استونیا په پلازمینه کی غونډی وښودله چی دناټو غړی هیوادونه به په نژدی راتلونکی کی هم په افغانستان کی هغه کړنلاره چی د ۲۰۰۹ کال په وروستیو کی دناټو یو شمیر اروپایی هیوادونو لخوا طرحه اوتصویب شوی وه پرمخ یوسی. 

د دغه سازمان دغړو د دریځ په بدلون کی څوفاکټونو رول درلود، د ۲۰۰۹ کال داګست په میاشت کی په افغانستان کی دجمهوری ریاست ته د ټولټاکنو  دمخه ، اوله هغهی څخه وروسته امنیتی حالاتو لاخرابوالی.

د ۲۰۰۹ کال د اوړی پای اود منی په پیل کی دطالبانو جنګی فعالیتونو ګړندیتوب وکړ،پیښو داسی وښودله چی دمنی په پای کی دسازمان تلفات د ۲۰۰۸ کال په پرتله دوه برابره زیات شول،په همدی وخت کی دناټو دغړو هیوادونولخوا ۲۰۰۹ کال په افغانستان کی دسازمان لپاره وینه بهوونکی کال په  نوم یادشو، دانتخاباتو په درشل کی اوله هغه څخه وروسته دناټو دلسګونو سرتیرو دله مینځه تللو په وجه دفرانسې،ایټالیی،انګلستان اونورو هیوادونو دخلکو عمومی مزاج بدلون وموند له همدی امله د پورتنیو هیوادونوحکومتونو په دریځ کی تغیرات رامینځ ته شول ،په همدی خاطر په افغانستان کی دسوله ساتو (ایساف) ځواکونو اساسی برخه اخیستونکوهیوادونو د اکتوبر په ۲۲ او۲۳ نیټه دسلواک هیوادپه پلازمینه براتسلاوا اوهمداسی د دسمبر په دریمه  اوڅلورمه دناټوپه مرکز بروکسیل کی د وزیرانوپه کچه په غونډوکی دافغانستان د راتلونکی په باب دناټودپوځی سازمان دخطې مشې په هکله په نوې بڼه غور وکړ .        

پورتنیو غیر عادی حالاتو رامینځ ته کیدنی لاندی مسایل په برکی نیول :

لومړی  –  دافغانستان په ايتلاف کی د امریکا دمتحده ایالتونو دمتحدینو له لوری افغانستان ته د ریزرف پوځونو په لیږلو کی دموافقی نه کول .چی پورتنی موضعګیری بی له شکه دامریکا مشرتابه اوپوځی کړیو ته دقناعت وړندی.  

دویم – داروپایی هیوادونو په پلازمینو کی دناټو دسوله ساتنې ماموریت د (افغانی کیدو)په پلوی وړاندیزونه طرحه کیږی ،چی مانایی پړاو په پړاو په افغانستان کی دامنیت دساتلو مسؤولیت ( ملی اردو،ملی پولیسو، ملی امنیت ) ته لیږدیدل دی . دی موخی ته د رسیدو لپاره پکار ده چی دایساف ځواکونه د ملی اردو،ملی پولیسو اود ملی امنیت قواوو روزلو ته خپله ټوله توجه متمرکزه کړی، چی پدی پایلو کی دافغانستان وسله وال پوځ په پښو ودرول شي اود هیواد امنیتې چاری په خپله غاړه واخلي.  

دریم – له هغه ځایه چی دناټو اروپایی غړی هیوادونه په افغانستان کی د امنیت ساتلو په برخه کی په خپله دافغانی قواو په لاپیاوړی کولو ټینګار کوی ،ددی پرځای چی افغانستان ته دنوو قواو په استولو غور وکړی ،ضرور ده هلته دنوو پوځی قطعاتو دلیږلو پرځای دافغانستان دملی اردو،ملی پولیسو اوملی امنیت د منسوبانود روزنی لپاره د پوځې مسلکی متخصصینو د لیږلو پر امکاناتو غور وکړی.     

ضرور ده ، وویل شی چی : د ۲۰۰۹ کال داپریل په میاشت کی  دفرانسی سترازبورګ او کیلی په ښارونو کی دناټو دکلیزی په غونډه کی دافغانستان دامنیتې قواوو د روزنۍ موضوع (مفکوره)یاده شوه هماغه مهال په افغانستا ن کی دناټو دغیرپوځی رول دپیاوړتیا په خاطر یوشمیر بنسټیزی پریکړی وشوی .

 دملی اردو،ملی پولیسو اوملی امنیت په تربیه او روزنه کی دناټو دندوته پراختیا ورکړل شوه ، دهمدی هدف لپاره په افغانستان کی د (ناټو تربیوی مرکز(NATO Training Mission in Afghanistan , NTMA) چی ځینوافغانی قواووته به همدلته روزنه ورکول کیږی اویوشمیر به هم دهمدی تربیوی مرکز پواسطه د اروپایی هیوادونو نظامی تعلیمی مؤسسو او اکاډومیو ته استول کیږی .       

لمړی سند او وړاندیز چی باید په افغانستان کی امنیتې چاری پخپله افغانې قواو ته وسپارل شی د ۲۰۰۹ کال داکتوبر دمیاشتی په پای کی سلواک هیواد پلازمینه براتسلاوا په ښار کی د ناټوهیوادونو ددفاع وزیرانو په غونډه کی درسمی اوستراتیژیکی نظری  په توګه تصویب  او اعلان کړه چی په افغانستان دامنیتی حالاتو دکنترول پخاطر د امنیتی چارو مسؤلیت  افغانی قواو ته ولیږدول شی .    

دویم ځل دناټو نوی ستراتیژی دناټو او ایساف هیوادونو دبهرنیو چارو وزیرانو د ۲۰۰۹ م کال د دسمبر دڅلورمی نیټی غونډی دافغانستان په اړه اعلامیه کی رسمی انعکاس وموند  ،چی په افغانستان کی دناټو دپوځی سازمان دنده اومسولیت به هغه وخت پای ته ورسیږی چی د (افغانستان وسله وال پوځ دهیواد دامنیتی چارو مسؤلیت پخپله غاړه واخلی).  

دناټو دعمومی منشی فوګ راسموسن  په وینا د ۲۰۱۰ کال په پیل کی دافغانستان د امنیتی ځواکونو (( ۱۱۳ زریزه ملی اردو او ۱۰۳ زریزه ملی پولیسو د روزلو لپاره ټولی ۱۶۰ روزونکی ډلې چی ددی جملی څخه ۶۰ دملی اردو او پاتی ۱۰۰ دملی پولیسو په روزنه وګما رل شی .

داستونیا په پلازمینه کی دناټو عمومی منشی یوځل بیا تآیید کړه چی په افغانستان کی د ناټو دستراتیژی له مخی به دامنیتې چارو مسؤلیت پړاو په پړاو پخپله افغانی قواوو ته وسپارل شی .

د هغو اعلامیو له مخی چی دایتلاف لوړ پوړو چارواکو کړی ،کیدای شی په افغانستان کی دناټو د راتلونکو کړو،وړو په اړه داسی نتیجه ګیری وکړو :

۱ – ۲۰۱۰ کال باید دافغانستان د امنیتی ځواکونو لپاره دناټو دقواوو څخه دخپل هیواد دامنیت دټینګښت مسؤولیت په خپل لاس کی اخیستلو پیل وګرزی .دی سره جوخت دپوځیانو په وینا دناټو په مشرۍ دآیتلافی قواوو(ایساف) دعملیاتی پلان دڅلورمی مرحلی (Phase 4 ) برابر امنیت ساتنه دلیږد پړاو ته واړوی .

۲ – دا پروسه به په تدریجی شکل او مرحله په مرحله دوام ومومی . په ځینو سیمو کی به څلرمه (لیږد)فازه هم په دریمه فازه چی اساسی دنده یی په هیواد کی دثبات راوستل دی ایښودل کیږی .

۳ – لیږد به دهری سیمی د شرایطو په نظر کی نیولو سره پرمخ وړل کیږی ،دا پدی مانا چی افغانی امنیتی ځواکونه لا ددی جوګه ندی چی په ټول هیواد کی دامنیتی چارو مسؤلیت په غاړه واخلي ،له بله طرفه تر اوسه دهیواد په ټولو برخو کی ثبات ندی رامینځ ته شوی ،

۴ – افغانی ځواکونوته دامنیتی چارو دمسؤلیت سپارل ددی معنی نلری چی دناټو قواوی به بی له ځنډه دافغانستان څخه په وتلو پیل وکړی ،خو بل پلو دناټو دعمومی منشی په وینا چی ناټو په افغانستان کی دټول عمر لپاره دپاتی کیدو پلان هم نلری .

     واقعیت دادی چی په نژدی راتلونکی کی په افغانستان کی دناټوسازمان بی له دی چی پاتی شی بل الترناتیف نلری،بل هیڅ داسی قوت نه شته چی دمسولیت اخیستلو تیاری ولری . دناټو پرته  کوم بل منطقوی اویا نړیوال سازمان چی همدومره پراخ بنسټه دندی اوپوځی پوتنسیال ولری نشته .

د هرڅه په نظر کی نیولو سره دناټو( شمالی اتلانتیک پوځی سازمان ) به ژر یا ورو خامخا دافغانستان څخه ووځی ،خوپوښتنه داده  چی داکاربه کله کیدونکی شی ؟

دناټو دسازمان عمومی منشی نه غواړی دافغانستان څخه دوتلو نیټه وټاکی ،او وایی دا په افغانستان کی دپیښو دپرمختګ او حالاتو پوری اړه لری ، دجنتری دنیټی پوری نده تړلی ،خو دی زیاتوی :کله چی دناټو سازمان پدی  باوری شی چی دافغانستان امنیتی ځواکونه (اردو- پولیس) سل په سلو کی تیار دی اوکولای شی دخپل هیواد امنیت ټینګ کړي ،هله به ناټو وځی .

پدی حالاتو کی ددی هیواد څخه دناټود وتلو مطلب دڅیړونکی په نظر خړپړ(نامعلوم) دی ،هغه پدی خاطر چی دملی اردو اوملی پولیسو موجود یا ننی شمیره نشی کولای چی په ټول هیواد کی دمرکزی واکمنۍ څخه دفاع او ثبات ټینګ کړی .او ناممکنه ښکاری چی د ۲۰۱۱ کال دمنی پوری هغه تشکیل چی د ملی اردولپاره یی ۱۷۲۰۰۰  اود ملی پولیسو لپاره یی ۱۳۴۰۰۰ تنه په نظرکی نیول شوی په هیواد کی په حالاتو اغیزه وکړی.

یوه بله اساسی دنده چی د افغانستان وسله وال پوځ په وړاندی پرته ده هغه په تخنیکی تجهیزاتو دپرسونل سمبالول اود سرتیرو او افسرانو دجنګی وړتیا دکچی لوړول دی .

ددی پخاطر چی په هیواد کی غښتلی ثبات اوامنیت رامینځ ته شی ، مسلکی او اغیزمنه امنیتی ځواکونوته ضرورت دی چی باید دامریکا اوناټو دقواوو تربیوی ټیمونو لخوا په دوامداره ډول و روزل شی ترڅود طالبانو اود دولت دمخالفینو په وړاندی د دولت څخه دفاع وکړی ،ولی په ننیو شرایطوکی دناټو اوامریکایی قواوودغه موجود  تربیوی ټیمونه د افغانستان دوسله وال پوځ د روزلو لپاره کفایت نکوی،بل مهم فکتور هغه سرتیری چی دافغانستان وسله وال پوځ لیکو ته دخدمت لپاره شاملیږی دهغوی ایدیالوژیکی (نظریاتی ) استقامت دی ( ایدیالوژیکی استقامت څخه دڅیړونکی ممکن هدف د هیواد دملی ګټوڅخه ددفاع روحیه وی ) په افغانستان کی دبی وزلی کچه ډیره لوړه ده ،هغوی چی دافغانستان دوسله وال پوځ(اردو- پولیسو) لیکو ته دخدمت لپاره حاضریږی يواځی دبیکاری له وجی اود خپلو اولادونو اوکورنیو ته دنفقی دپیداکولو پخاطردمعاش په مقابل کی خدمت کوی .

دافغانستان څخه دامریکایی اوناټو ځواکونو دوتلو په حالت کی دافغانستان دوسله وال پوځ تیارۍ دپوښتنی سره مخ دی . ایا دناټو مسؤلینو ته ددی ارزونه په کار نه ده ؟ چی  دافغانستان ملی اردو اوملی پولیس به دطلبانو په وړاندی وجنګیږی که نه ؟ځکه دهمدی ناټو دمسؤلینو څخه زیاتره اوریدل کیږی چی ملی اردو دپیسو په مقابل کی جنګیږی او حتی  کله ،کله دطالبانو څخه هم پیسی اخلی اودهغوی ځینی کارونه اجراکوی .   

فرض کا پداسی حالت کی چی دافغانستان وسله وال پوځ په پوره ډول  دهیواد د امنیتی چارو د مسؤولیت اخیستلو لپاره چمتو دی اود ناټو دعملیاتی پلان ( په ټول هیوادکی دثبات ټینګښت مرحله)(Stabillisition Phase) د طالبانو سره په پارتیرانی جګړه کی په بریالیتوب پای ته رسیدلی ،بیاهم ددی تمه نه کیږی ، چی طالبان دی په مکمل ډول له مینځه ولاړ شی طالبان به بیاهم موجود وی ،که په افغانستان کی نه وی نو دافغانستان سره همسایه اټوم لرونکی پاکستان په سرحدی سیمو کی چی دوی خپل ځانونه ازاد اوخوندی احساسوي چیری چی دپاکستان اردو او ای .اس .ای دطالبانو په دایمی شتون کی دلچسپی لری،اود طالبانو دقوت اوموجودیت څخه به  د منطقی دهغی جیوپولیټیکی لوبی په برخه کی استفاده کوی ،کومه چی د اسلام اباد لخوا پرمخ وړل کیږی.

بی له شکه اروپایان غواړی چی د افغانستان څخه ژر تر، ژره ووځی خو دطالبانو لخوا په دوامداره توګه پارتیزانی جګړی اومقاومت ، دافغانستان د وسله وال پوځ عملی امادګی او نور ډیر عوامل دی چی  د بهرنیو  پوځونو د موجودیت اړتیا په افغانستان کی احساسوی ،او د ناټو وتلو په باب څه ویل به مخکی له وخته خبره وی .  

نن د امریکا او ناټو لپاره مهم سوال دادی چی دافغانستان څخه ( څنګه ؟ او کله ؟ هغه هم ناکامیابه ووځی . امریکایانو په افغانستان کی دعملیاتو په پیل کی ونشو کولای چی دری اساسی موخی ترلاسه کړی : لمړی دطالبانو رژیم په مکمل ډول له مینځه وړل  اود بیرته په پښو دریدو موقع نه ورکول ، دوهم دالقاعدی سازمان  له مینځه وړل ،دریم دالقاعدی مشر اسامه بن لادن موندل اونیول . نوپه همدی خاطر نن باید ناټو پدی هکله فکر وکړی چی دخپل مخ (اعتبار ساتلو سره سره له افغانستان څخه ( څنګه ؟ ) ووځی .

دلته کیدای شی تر ټولو ښه ډول یی په لاندی شکل واوسی :

دافغانستان پلازمینه او ستر ښارونه د طالبانو څخه تصفیه شی ، پدی برخه کی د اسی سیاست پرمخ یوړل شی چی دطالبانو اومخالفینو نه پخلاکیدونکی له مینځه یووړل شی ،اود مینځ لارو سره دخبرو اترو پروسه جاری وساتل شی ، د امریکا جمهور رییس باراک اوباما او جمهور رییس حامد کرزی دهغی سیاسی عفوی اوکړنلاری څخه چی اعلان شوی یو شمیر قوماندانان اومیانه رو طالبان  دسولی  خبروته د مرکزی واکمنی سره دهمکاری لپاره را دعوت شی، اوهغوی په ولایتونو کی په دولتی ارګانونو کی په دندو وګمارل شی ، اوپه هیڅ صورت سره باید د طالبانو دبیا په پښو دریدو ته مجال ورنکړ شی د (( لویدیځو صلیبیانو )) سره دمبارزی اوجهاد په پلمه د ټولو افغانانو دیو والی تر شعار لاندی دطالبانو دبیا په پښو دریدو مخنیوی وشی ، او دایمی کوښښ وشی دهغو قوتونو اومخالفینو په مینځ کی تفرقه واچول شی چی دناټو او امریکا پر وړاندی جنګیږی . 

په اخرکی ناټو،امریکا او ایساف ځواکونو ته ضرور ده چی دمخدره موادو د پرابلم دحل په هکله جدی کار پیل کړی ، پدی برخه کی دمخدره موادو په تجارتی کاروبار اود مخدره توکو د مافیا اوقاچاق کوونکوو په وړاندی چی د دوی اساسی برخه دمخالفینو قوماندانان جوړوی چی دمخدره موادو دکاروبار څخه پلاس راغلی پیسی دخپلوجنګی ډلګیو دسمبالتیا لپاره مصرفوی  ،په همدی ډول طالبان دبزګرانو دکوکنارو دکرکیلی څخه دامریکا ،ناټو او ایساف دځواکونو په وړاندی دفشار دوسیلۍ په توګه استفاده کوی ،اود تاریاکو څخه د ګټی زیاتره برخه طالبانو ته په لاس ورځی، ناټو ،امریکا او ایساف ځواکونو ته ضرور ده چی په افغانستان کی دمخدره موادو د پرابلم دحل په باب ژور ګامونه پورته کړی  .  

پورتنی ګام د جنرال پیتریوس دپلان تکرار برخه ده چی په عراق کی عملی شو ،دپلان اساسی ماهیت دادی چی مخالف لوری به وخت ناوخت خپلو چریکی اوانتحاری حملو ته دوام ورکوی ،خو په دولتی اداری مرکزونو  او مهمو ستراتیژیکو هدفونو خپل کنترول دلاسه ورکوی ،نو پدی لړکی دناټو اروپایی غړی هیوادونه د امکان په صورت کی مرحله په مرحله خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسی اود امنیتی چارو مسؤلیت محلی (افغانی ) ځواکونو ته چی دامریکا د کنترول لاندی دی سپاری، د افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو دپوره وتلو سره سره داسی ښکاری چی امریکایی نظامی هډی په دغه هیواد کی پاتی شی .     

په افغانستان کی د دتروریزم سره په جګړه کی د بریالیتوب  پخاطر دافغانستان  اولویدځ پوځی ځواکونو سره ترڅنګ د پاکستان همکاری اساسی رول لری. دتروریزم ،القاعدی اوطالبانو  سره په جګړه کی دپاکستان دحکومت سره دامریکا دمتحده ایالاتو لخوا  پوځی مرستی کیږی ،دامریکا په څیر د ناټو سره پاکستان د پوځی مرستوکوم مشخص میکانیزم نشته ،نو په همدی خاطر ناټو نشی کولای په پاکستان باندی د تروریزم ،القاعدی او طالبانو سره دجګړی په ډګر کی کوم فشار واچوی ،پدی برخه کی بروکسیل ته یواځی هغه لاره پاتی ده چی د اسلام اباد  سره په  ۲۰۰۷ کال کی شروع شوی ، سیاسی ډیالوګ (خبرو) ته دوام ورکړی ، باید وویل شی چی دپاکستان حکومت دغه سیاسی ډیالوګ (خبرو) دوام ته دبی باوری اوشک په سترګه ګوری.

له هغه ځایه د طالبانو اوالقاعدی د پوره له مینځه وړلو خبری لالیری ښکاری نود اوس مهال په حالاتو کی د پورتنی سنا ریو د پلی کولو بری به دپرمختګ مانا درلودله . په طالبانو باندی دبریالیتوب اعلان به خیال (میف ) وی، طالبان دخپلو لیکو داکمال لپاره ډیر ریزرف لری ،اوهغوی کولای شی چی په افغانستان کی دبهرنیو پوځونو په وړاندی ټول عمر چریکی او پارتیزانی جګړی ته دوام ورکړی .   

له دی کبله د ناټو اروپایی غړو ته پکار ده چی دهغه مسؤلیتونو او وظایفو څخه ځان لری وساتی چی په افغانستان کی د تروریزم سره دجګړی په ډګر کی دامریکا متحده ایالاتو په خپله غاړه اخیستی وی،خوپه عملی کولو کی یی پاتی راغلی دی .                                                                                         

که ناټوغواړی چی دیوسازمان په صفت خپل مخ اوهویت وساتی ، باید ووایی چی په افغانستان کی دالقاعدی او طالبانو سره مبارزه دامریکا دمتحده ایالاتو په غاړه وه،او ناټو د افغانستان خاوری ته پدی خاطر راغلی وه چی په دغه هیواد کی دسولی ساتی ځواک نړیوال اییتلاف د عامه نظم دټینګولو عملیات رهبری ،اوپدی برخه کی دامریکایانو سره د افغانستان د بیارغاونی او پرمختګ په برخه کی مرسته وکړی.   

د ناټو اروپایی غړی هیوادونه په مینځنی کچه کولای شی د بریالیتوب داسی طرحه (وریانت) وړاندی کړی چی  :

 په افغانستان کی ثبات ټینګ شوی، دامنیتی چارو مسؤلیت د امریکا دمتحده ایالاتو دکنترول لاندی افغانی ځواکونو ته سپارل شوی ،اود سوله ساتو ځواکونو (ایساف ) اساسی برخه دافغانستان څخه خپلو هیوادونو ته ستانه شوی ،((په افغانستان کی د تروریزم ،القاعده او طالبانو په وړاندی دجګړه ایزو عملیاتو پایلی په منځنی (second best کچه)اعلان کړی. چی دا بی له شکه ډیری ښی نه دی ،خود رامینځ  ته شوو حالاتو څخه د وتو یوازینۍ لاره ده .

سرچینه : ( افغانستان . رو) ویب پاڼه