کور / تازه خبرونه / افغانستان د جنوبي افريقا څخه وبايلله

افغانستان د جنوبي افريقا څخه وبايلله

افغانستان په شپاړسم آور کي ټول لوبغاړي د لاسه ورکړل، په ٥٩ منډو يې د جنوبي افريقا څخه وبايلله. افغانستان يوازي اتيا منډي جوړي کړې.
وا وا حميدحسنه نسي نظر، څلوريزه يې ووله.
افغانستان په شپاړسم آور کي ٧٥ منډي جوړي کړي دي، نهه لوبغاړي يې سوځېدلي دي.
حميدحسن افريقا په بله چکه ووهله، (شپږيزه يې جوړه کړه).
وروستى لوبغاړى شاهپور ځدراڼ دئ، چي د حميد حسن سره به بېټينګ کوې. يا خداىه پښې يې ټينګي کړې، په مټو کي يې قوت پيدا کړې. (آمين)
ميرويس اشرف پر ٢٥ باله ٢٣ منډو باندي وسوځل سو.
ميرويس اشرف دوهمه شپږيزه ووهله.
ميرويس اشرف شپږيزه ووهله، زموږ يو نيم ياران د مايوسۍ څخه بيده وه، په نارو د خوبه راويښ سوه.
ميرويس اشرف څلوريزه ووهله.
حميدحسن شپږيزه ووهله.
د جنوبي افريقا لوبغاړو تر لوبي دمخه ويلي وو، چي د افغانستان او هندوستان لوبه يې کتلې ده، او دوى به هغسي بالينګ وکړي چي افغانستان منډي نسي پر جوړولاى.
د جنوبي افريقا بالران ډېر خطرناکه دي، د افغان لوبغاړو خوږ ګوته يې موندلې ده، خاص يې اوږې ته بال ور غورځوي.
حميد حسن راغئ، افغان لوبغاړو په اتم آور کي اته لوبغاړي د لاسه ورکړي او ٣٢ منډي يې جوړي کړي دي.
سمېع الله شينوارى رن اوټ سو.
ميرويس اشرف د دولت احمدزي پر ځاى راغلى دئ.
ميرويس اشرف بېټينګ ته راغئ.
اصغر ستانکزى پر شپږو بالونو او درو منډو اوټ سو.
سمېع الله شينواري په فري هيټ کي شپږيزه ووهله، داسي ښکاري چي د افغان لوبغاړو پدل اوس هم نه دئ مات سوئ، تر سام لاندي دي.
سمېع الله شينوارى راغئ.
محمدنبي پر پنځه باله يوه منډه هم جوړه نکړه.
افغانستان تر اوسه پنځه آوره تېر سوي دي، پنځه لوبغاړي سوځلي دي او ١٤ منډي جوړي سوي دي.
د افغان لوبغاړو بالينګ ډېر ښه وو، په ټلوېزونونو کي يې د بالينګ صفتونه کېږي، خو داسي ښکاري چي نن يې په بېټينګ کي مزه نسته، له بلي خوا د جنوبي افريقا بالران په نړۍ کي په تېزو بالينګ مشهوره دي.
محمدنبي راغئ
يا خداىه دا څه حال دئ، خو رييس احمدزى هم اوټ سو.
مبارک، رئيس احمدزي څلوريزه ډالۍ کړه.
کريم صادق هم اوټ سو، څلور افغان لوبغاړي سوځېدلي دي.
نوروز منګل پر يوه منډه اوټ سو. اصغر ستانکزى راغئ.
نوروز منګل راغئ، په دريم آور کي اووه منډي جوړي سوي دي.
محمدشهزاد په شپږوبالونو کي دوې منډي جوړي کړې، پر افغان لوبغاړو د افريقايي بالرانو فشار ډېر دئ.
محمدشهزاد د نورعلي ځدراڼ پر ځاى راغئ.
نورعلي ځدراڼ پر اوله منډه اوټ سو، د جنوبي افريقا بالر ډېر خطرناکه دئ.
نورعلي ځدراڼ او کريم صادق بېټينګ ته ودرېدل. (قدم مو نېکمرغه)
افغانستان بايد پر يوه اور يا شپږو بالونو اووه منډي جوړي کړي.
تفريح تېره سوه، افغانستان بېټينګ ته راکښته سو.
============================================================================
جنوبي افريقا د اوو لوبغاړو په سوځېدو په ټاکل سويو شلو آورونو کي ١٣٩ منډي جوړي کړې.
واوا نوروزه، اووم نفر يې وسوځئ، دا يې دريم ويکيټ دئ، نسي نظر.
شاهپور ځدراڼ وروستي يعني شلم آور ته راغئ، بالينګ کوي.
د جنوبي افريقا شپږ سوځلي، ١٣٣ منډي يې جوړي کړي دي، حميد حسن درې افريقايي لوبغاړي سوځلي دي.
نوروز بيا کېچ ونيوئ، واوا د نامي زو. ډويمني يې آوت کئ.
اتلسم آور روان دئ، ١٢٣ منډي جوړي سوي دي.
جنوبي افريقا ١٠٦ منډي کړي دي، پنځه سوځلي دي. شپاړسم آور روان دئ.
د محمدنبي پر بالينګ شپږيزه ووهل سوه.
محمدنبي بالينګ ته راغئ.
د افغان لوبغاړو د بالينګ شروع سمه نه وه، خو اوس يې لوبه ډېره ښه روانه کړې ده، دوعاوي کوئ.
د حميد حسن صفتونه په ټلوېزون کي روان دي، نوموړي په درو آورونو کي اته منډي ورکړي دي.
د حميدحسن د بال سپيډ يا تېزوالى ١٤٢ اعشاريه درې دئ.
د جنوبي افريقا پنځه لوبغاړي سوځلي، ٩٠ منډي لري او پنځلسم آور روان دئ.
د حميد حسن په بال مارک باوچر اوټ سو.
حميد حسن بالنګ کوي.
افغان لوبغاړي يو بل ته په خوږ ه پښتو چيغې وهي، چې پر سړي ډېر خوږ لګيږي.
د جنوبي افريقا څلور لوبغاړي سوځلي، ٨٧ منډي لري، ١٣ اوره کي.
حميدحسن بالينګ کوي، د هندوستان سره په لوبه کي يې په څلورو آورونوکي ٨ منډي ورکړې،.
د حميد حسن قدم نېکمرغه سو، پر اول بال يې د جنوبي افريقا تکړه لوبغاړى، جيکويس کاليس اوټ کړ.
لوبه ډېره په زړه پورې روانه ده، افغانانو نه يوازې د جنوبي افريقا لوبغاړي بلكې ټوله نړۍ حيرانه كړې ده.
دعاوې كوئ چې خداى پاك نن لوبه په افغانانو وګټي.
له لوبغالي نه د افغانستان زنده باد نارې اورېدل كيږي.
جنوبي افريقا ٧٩ منډي جوړي کړي، يولسم آور روان دئ، درې نفره يې سوځلي دي.
جان پاول ډويمي راغئ.
د نوروز منګل په بال شهزاد ويکيټه ووهله. اې، بي، ډيويلير اوټ سو.
يوولسم آور روان دئ، ٧٤ منډي جوړي سوي دي.
سمېع الله شينوارى ښه بالنګ کوي، په يوه آور کي يې دوې منډي وکړې.
اتم آور روان دئ، ٥٨ منډي جوړي سوي، دوه افريقايي لوبغاړي سوځل سوي دي.
په وروستيو درو آورو کي افغان لوبغاړو نهه منډي ورکړې، چي اوس يې لوبه يو څه کنترول کړه.
سمېع الله شينواري په ټول آور کي يو رنځ ورکئ.
د ګرېم سميت پر ځاى، اې، بي، ډيويلير راغئ.
د جنوبي افريقا دوه سوځل سوي، پنځم آور روان دئ، منډي يې خورا ډېري دي، ٤٢ منډي يې جوړي کړي دي.
د محمدنبي په بال د نوروزمنګل په کيچ ګرېم سميت اوټ سو (د افغانستان کپتان د افريقا کپتان اوټ کئ).
د جنوبي افريقا د منډو اوسط ډېر لوړ دئ، په دريم آور کي يې ٣١ منډي جوړي کړي دي، يو نفر يې سوځېدلى دئ.
شهزاد ډېر ښايسته بال ونيوئ، خو څې کوې چي اوټ نسو.
شاهپور بيا بالينګ کوي.
ميرويس اشرف ولاړئ.
جيکويس کاليس د لوټس بوسمن پر ځاى راغئ.
د جنوبي افريقا يو نفر سوځېدلى، ١٣ منډي لري.
لوټس بوسمن د اصغر ستانکزي له خوا رن اوټ سو.
افريقا په يوه آور کي ١٢ منډي لري.
افغان لوبغاړو ته اول آور خوندور نه وو، جنوبي افريقا درې څلوريزي پکښي جوړي کړې.
افغان شاهپور ځدراڼ بالينګ ته ودرېدئ.
د جنوبي افريقا څخه لوټس بوسمن او ګرېم سميت بيټينګ ته ودرېدل.

د افغانستان ملي سرود وږغېدئ. لوبه د پيلېدو په درشل کي ده.

د لوبغالي ماحول ډېر زړه وړونكى دى، په لوبغالي كې د جنوبي افريقې او افغانستان بيرغونه ليدل كيږي، او د لوبغالي پر غټه پرده د افغان لوبغاړو تصويرونه هم ليدل كيږي.

د افغانستان د کرکيټ په لوبډله کي ځيني تغيرات راغلي دي، افغان روزونکى کبيرخان وايي هيله لري چي دغه لوبه به وګټي، د نوموړي په وينا د لوبغاړو روحيه يې قوي ده.
د نن ورځي لوبه افغانانو ته يو ډول، خو د ملي لوبډلي تکړه لوبغاړي رئيس خان احمدزي ته بل ډول ارزښت لري، ځکه نوموړى وايي د ويسټ انډيز سيالۍ به يې وروستۍ وي او تر هغه وروسته به له ملي لوبډلي څخه تقاعد واخلي او د کرکيټ لوبي ته به د نويو ځوانانو د روزني چاري پر مخ بيايي. د لوى خداى (ج) له درباره رئيس خان احمدزي او ټولو افغان لوبغاړو ته په نننۍ لوبه کي ښه بخت غواړو.

تبصره نسته

  1. afghan lobghari bayid nora tawajo beting ta wokri zaka chi da afghanistan bawlin zabar dast woo aw beting yi kam zori di

  2. بياهم شاباس افرين شاه زلمو شه لوبه وه ( تر حو غوزار نشي غوزارول يي نه زده كيزي ) هغه دسكندر خبره جي دومره ماتي مي وخولري جي اوس مي ماتي وركول زده كرل ستاسو او د تولو به هيواد مينو شازلموه دبري به هيله يو الله تل غالب دي انسان كله غالب كله مغلوب

  3. دكابل فاسدي اداري مبارك بل ارمان موهم بوره شو داد بي لوبغلي زحمتكش شاه زلمو له افريقا حخه ماتي خوره او يقنا داخبر به ستاسو لباره دخوشحالي سبب شي جي كله دورحي به 10 يا 11 بجو وخبلو دفترو ته راشي خبل بياد يا بل انديوال زيري درباندي وكري دير دير افسوس

  4. افغان لوب دله باید خپل مورال د تل لپاره له لاسه ورنکی او دا لوبه نه تجربه حاصله کی اوس چه افغانستان جهانی سیالیو دگر کی یوازی ولار هم دی زموژ لپاره د فخر جای دی.

  5. داچي په نړيواله سياليووكښي دافغانستان بيرق ورپيدي اونوم يي يادشودافغانانولپاره خوشحالي اودلوبغاړولپاره بياهم موفقيت دي داينده كاميابيوپه هيله !

  6. دټولو دمخه سلامونه او نيکي هيلي خپلو ګرانو ملي اتلانو ته، مونږ واقعا په تاسو باندي افتخارکو هغه خوشحا لي چي تا سو وه دا خوار او کړ يد لي اولس ته ور په برخه کړه هيڅ چا هم نده ورپه برخه کړي ،او يوه ارزو مي د کريم صادق څخه دا ده چه نو ر دي نو استفا ورکړي او يوه نوي لوبغاړي ته دي موقع ورکړي تر څو په را تلونکي کي د نړي په شان دښه لوبډلي خاوندان شو.

  7. دټولو دمخه سلامونه او نيکي هيلي خپلو ګرانو ملي اتلانو ته، مونږ واقعا په تاسو باندي افتخارکو هغه خوشحا لي چي تا سو وه دا خوار او کړ يد لي اولس ته ور په برخه کړه هيڅ چا هم نده ورپه برخه کړي ،او يوه ارزو مي د کريم صادق څخه دا ده چه نو ر دي نو استفا ورکړي او يوه نوي لوبغاړي ته دي موقع ورکړي تر څو په را تلونکي کي د نړي په شان دښه لوبډلي خاوندان شو.

  8. Grano lob gharo pa zandagi ki bor aw bakht sta da pa di mana nadi chi mongh bayad da zindagi bakht ta sar kishido. pa di umid chi pa aynda ki baranda so no bayad khpali hacho ta idama warkro. Afghanistan pa tasi IFTIKHAR kawi la ham kamyaba usi.

  9. افغانان لاتراوسه هم نه دي پوه هسي خوشي غوليدلي دي ايا تاسو څه فكر كوي چي كركټيان به په دي شكل افغانستان اباد او ازاد كړي؟ هيڅكله نه تاسو يوځلي دخپلو خوندو مندو سرونه ورپټ كړي او دحيا لمن پراخه كړي افغاني خوندي ميندي نن هغه يهود استعمالوي چي الله ج په قرآن كي لعنت ورباندي ويلي دي او تاسي خپل شراب او كباب وهي ټوله شپه ډيشانو ته پراته ياست سهار لمونځ هم قضا كړي په لس بجي راپورته شي يا دكركټ غم درسره او ياهم بل ناروا عمل هيله ده خاطري مو پري درني نه شي.
    په درناوي خاطره جمال افغانستان

  10. سلامونه ؟ افغانستان اګر که لوبه وبائله
    خو بیاهم دخفګان خبره نه ده ځکه دام دفخر خبره ده چې نړې والو جام کی حصه واغسته او خلک د افغانستان ټیم سره اشنا شو

  11. سلامونه ؟ افغانستان اګر که لوبه وبائله
    خو بیاهم دخفګان خبره نه ده ځکه دام دفخر خبره ده چې نړې والو جام کی حصه واغسته او خلک د افغانستان ټیم سره اشنا شو

  12. Da Grane aw Ba Ihsasa khor Khatire pa tabsera
    che sa ham da grane khor tabsera laga spora wa kho bea ham da khabr da lmar pa shan rokhana da che sa e pa tabsera ke lekle de haqiqat lare.Dumra Be ihtirame aw starge patawl ham na de pa kar laka baze wrono che pa tabsiro ke kre.Baed la har sa makhke da hamde murtadeno aw salebeano elaj oshe.

  13. سلامونہ دلراوبرچلوونکوتھ = واقعآ چی خاطری خور پہ زړه پوری لیکنه کړی وه آفرین شه په همداسی غیرتمنو خویندو وسلام

  14. ټولو ریښتینو افغانانو ته سلامونه او نیکي هیلي!
    د هر څه د مخه باید یادونه وکړم چه د لراوبر ویب پاڼی چلونکي د ې،دې ته متوجه شي چه هره لیکنه د کتنی وروسته خپروي.
    راځم د خاطرې جمال موضوع ته ..خاطری خور چه هر څه لیکلي، که ځیر شو نو دا یو څرګند حقیقت دی. دا چه دا تریخ حقیقت یی په سمو ټکو کې نه دی نغښتی دا د دې خپل کمی دی. نوموړی حقیقت هغه چا ته نه څرګندیږي چا چه د هیواد د ملي شتمنیو په خرڅولو سره ځان بډای کړی او د هیواد څخه بهر یې ( د خاطرې په وینا ) د ځان لپاره شراب او کباب محیا کړي او خپلې مزې او چړچې کوي. که دوی داسې په افغانستان مین خلک وي نو را د شي د خپل هیواد لیدنه دې له نږدې څخه وکړي. دوی ته دا تریخ حقیقت هغه وخت ور څرګندیدای شي چه د شپې یې په کور صلیبیان ور ننوځي ، خویندې او میندې یی په سپیو وداړي او په صندقونو کې یې اسامه ولټوي، دوه دری تنه تنکي ځوانان يې د ځان سره ګوانتنامو یا بګرام ته بوځي او هلته پرې سړي نه سپي وخیږوي بیا به نه ټوله شپه کرکټ ته کښیني، نه به د سهر لمونځ ترې قضا شي ، نه به یې د ستوني څخه ترخه شراب تیر شي او نه به د خاطرې خور په شان د سپیڅلو پیغلو په سپیڅلو نظرونو داسي بې ارزښته ، کم ظرفه او غیر معقولې لیکنې وکړي.
    خاطرې خورې هیڅ چورت هم خراب نکړې ، هغه څنګه یې ویلي چه :
    کاروان تیریږي نو سپي غپیږي.