د افغانستان د كركيټ ملي لوبډلې تكړه بالر حميد حسن په خپل بلاګ كې د نن شپې د لوبې په اړه چې د جنوبې افريقې په وړاندې ده، ليكنه كړې ده، دا يې هم پښتو ژباړه:
تيرې دوې ورځې مو په باربوډوس كې تيرې كړې دي، او د جنوبي افريقې په وړاندې د لوبې لپاره مو تيارى ښه روان دى.
نن ماښام به د لوبې په ځاى كې د څراغونو په رڼا كې تمرين وكړو، زه دې ته ډېر په بېړه كې يم چې لوبغالى د لومړي ځل لپاره ووينم. موږ تر دې وړاندې په شارجه كې د څراغونو په رڼا كې يو څه كركيټ كړى و، چيرې چې موږ د دې ټورنمينټ لپاره تيار شولو، نو دا به موږ ته څه ستونزه نه وي، چې رښتيا شي ما ته د مازيګرنۍ لوبې ماحول ډېره مزه راكوي.
د جنوبي افريقا سره لوبې ته خوشاله يو، او دا موقع په لاس راځي چې د ډېل سټين او جاكويس كاليس غوندې لوبغاړو په وړاندې لوبه كوو. زه به د لوبې په پاى كې وغواړم چې له ګريم سميت سره يو عكس واخلم، كېداى شي له هغه غوښتنه وكړم چې خپل كميس او لاسليك زما د يوه ملګري لپاره راكړي چې دى يې ډېر زيات خوښ دى.
موږ ټولو د جنوبې افريقا لوبه چې د انډيا په وړاندې وه وكتله، او زما په فكر ځينې نوي ټكي مو په نښه كړل، چې زموږ سره به د جنوبي افريقې په ماتولو كې مرسته وكړي.
په باربوډوس كې پاتېدل ډېر خوند راكړ، زموږ هوټل د سمندر غاړې ته نژدې دى، او زما ډېر خوښيږي، نژدې ډېر دوكانونه هم شته چې سړى ورتلاى شي او په كې ګرځېداى شي.
دلته لمر وي او هوا تر سينټ لوشيا ډېره سړه وي، د دې تر څنګ يو څه باد هم چليږي، نو دا به ډېره په زړه پورې وي چې وګورو دا شيان زموږ د لومړۍ لوبې په پرتله پر دې لوبه څونه اغېز كوي.
له هند سره تر لوبې كولو وروسته ډېرو خلكو پېژندلي يو، خلك راځي زموږ سره عكسونه اخلي او زموږ لاسليكونه غواړي او همدارنګه دعا راته كوي، چې موږ ته ډېر خوند راكوي.
رسنيو ته مو هم پام كړى دى، چې تر دې وړاندې مو دا كار نه كاوه، هغه بله ورځ مو يوه تمثيلي خبرې غونډه جوړه كړه، يوازې د ټوكو لپاره، تر څو د رسنيو د ځواب لارې زده كړو. زه له ريس احمدزي سره د مېز تر شاه كښېنستم او څو نور لوبغاړو د ژورناليستانو رول لوباوه او زموږ څخه يې پوښتنې كولې، دا ډېره خندوونكې وه.
ستاسو ټولو له پيغامونو نه مننه، تمه لرم چې موږ به له جنوبي افريقا سره ښه لوبه كوو.
Salam P de hela che d Hamid Hassan da hela p waqiat badala shee Wasalam P Menna
salam sorosh sahib z tana hela kawm che p de nambar yaw call wkre0777605011|0788280280 wasalam p tolo afghanano da awaz kawm che d mili teem d nnny mache d gatlo dwa wkre
way da farse wanan wali d cricket d lobdale sara domra mokhalefat lare??????????????????????? staso jawab ghwarm
پاړسيوانان له هر هغه څيز سره مخالفت کوي چې پښتانه يې ملاتړ کوي، نو هغوى او مخالفت به يې سره پرږدو، خو زمونږ پښتنو لپاره لازمه ده چې پر خپلو اتلانو ووياړو او ويې ونازوو.
way da farse wanan wali d cricket d lobdale sara domra mokhalefat lare??????????????????????? staso jawab ghwarm
سلام زه هم ددي ورور خبري منم سي فارسيوانان مو سره مخالفت لري خو مو pashtana بايد سره يو موتي سو وسلام
سلامونه ورونو اول خو به دي بايد وويارو سي افغان لوبدله دي زاي ته ورسيده بيا دي خداي (ج)وكري سي د افريقا خلاف لوبه وكتي او تاسو تولو نه دا هيله لرم سي ديري دعا كاني ورته وكري وسلام
به الله تو كل وكري شاه زلمو زمونز دوعاكاني درسره دي له احساساتو كار مه اخلي زما د معلوماتو له مخي د افريقا تيم له داسو دير به وام دي دي خصوص له حميد حسن حخه
der sha Khodai de wakre che da loba the afghanistan pa gata pai ta waraseze. syasat aw warzish jala shyan de .da ba sha na ye che Farsizoban aw pasthana pa keshi gad kro toola yaw afghan yo aw tola gware che afghanistan ye wagate .
Salamoona taso tooloo ta wrande kawoom.
Inshallah che de Afghan Mili lobdala ba da looba wagati duwagani derlego.Wasalam
Salamoona taso tooloo ta wrande kawoom.
Inshallah che de Afghan Mili lobdala ba da looba wagati duwagani derlego.Wasalam